د ایمان مسایل (۳۱مه برخه) – د ولايت او اولياء الله بيان –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د ولايت او اولياء الله بيان

ولي چا ته ويل کيږي

پوښتنه : ولي چا ته وايي؟

ځواب : کوم مسلمان چې د الله تعالی او د رسولصلی الله علیه وسلم د حکمونو تابعدار کوي او په کثرت سره عبادت کوي، له ګناهونو ځان ساتي او د دنيا له ټولو شيانو څخه زياته مينه يې له الله تعالی او له رسولصلی الله علیه وسلم سره وي، هغه ته ولي ويل کيږي ([1]).

د ولي له کرامت څخه د انکار کوونکي حکم

پوښتنه : يو سړى په خداى تعالى جل جلاله او رسول اللهصلی الله علیه وسلم باندې ايمان لري، او د ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم او اولياء کرامو معتقد هم دى، مګر يوازې د ولي له کرامت څخه انکار کونکى دى، آيا داسې کس کافر دى او که نه؟.

ځواب : د ولي له کرامت څخه انکار د څه لامل له امله دى، که چيرته د يوه خاص ولي لوري ته يو ځانګړى کرامت منسوب وي او هغه ډير مشهور وي، له هغه څخه يو کس انکار کوي او د انکار وجه دا وي چې د همدغه کرامت ثبوت د انکار کونکي په نزد قابل اعتماد نه وي، نو په دې صورت کې که چيرته في الحقيقت همدغه کرامت ثابت او متحقق نه وي نو انکار کونکى په حقه دى، مګر که چيرته همدغه کرامت متحقق هم وي بيا هم د انکار کونکي انکار په لا علمي باندې بناء دى، زيات نه زيات هغه ته خاطي ويل کيدلاى شي، او که چيرته له کوم کرامت څخه انکار له دې امله وي چې له اولياء الله څخه کوم خارق العادة کار صادريدلاى نشي نو بيا دغه کس د اهل السنة والجماعة د مذهب مخالف دى، ځکه چې د اهل السنة والجماعة په نزد د اولياء الله کرامتونه ثابت او تحقق يې حق دى، مګر په دغه خبر باندې تکفير نشي کيدلاى ([2]).

د اوليا‌ء  الله  د کرامت اثبات په شرعي نصوصو سره

حقاني علماء او ټول حق پالونکي د اولياؤ په کرامت باندې اقرار کوي، ځکه  چې  کرامت په قطعيه نصوصو سره ثابت شوى چې له هغه څخه انکار د دنيا او آخرت د خذلان او رسوائي موجب ګرځي، او د انبياؤ د معجزه او  د اولياؤ د کرامت  ترمينځ اتحاد بالذات او تغاير بالاعتبار موجود دى، چې د ولي کرامت هم د واقعي اتباع  ثمره دی.

قرآني نصوص

الله  تعالى جل جلاله د حضرت بي بي مريم عليها السلام په شان کې داسې فرمايلي : )كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقاً قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَـذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللّهِ إنَّ اللّهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ ( ([3]).

ژباړه : هر کله چې ننوت دې ته زکريا په محراب (په عبادت خانه) کې نو موندله به يې له دې (مريمې) سره ځه روزي (يعنې ميوې د ژمي په اوړي، او ميوې د اوړي په ژمي کې) وويل (زکريا) اې مريمې له کومه (راغلې) ده تا ته دا روزي؟ وويل (مريمې زکريا ته) چې دا (روزي) له طرفه د الله ده، بيشکه چې الله روزي ورکوي هغه چا ته چې اراده وفرمايي (د روزي ورکولو يې ډيره پريمانه) بيحسابه ([4]).

تفسير : زياتره سلف وايي چې له روزي (رزق) څخه  د خوراک شيان  مراد دي چې د يوه موسم ميوه په بل موسم کې (د ژمي ميوه به په اوړي کې، او د اوړي ميوه به  په ژمي کې) بي بي مريم عليها السلام ته موجوده وه، له مجاهد څخه يو روايت  نقل شوى چې له  خوړو څخه مراد علمي صحائف دي چې هغه بايد روحاني غذاء وګڼل شي، په  هرصورت په دې حال کې کرامات، برکتونه  او خارق العادة نښې  په بي بي مريم کې په څرګنده پيل شوې وې چې اثبات يې په قرآني نص سره شوى او له هغه څخه په هيڅ شان انکار نشي کيداى، او همدا شان د حضرت يوسف علیه السلام په برائت کې الله تعالى جل جلاله فرمايلي )وَ شَہِدَ شَاہِدٌ مِّنۡ اَہۡلِہَا ( ([5]).

ژباړه : شاهدي ورکړه (يوه تي رودونکي) شاهد له کورنۍ د زليخا څخه ([6]).

د شيدو خوړونکي ماشوم خبرې  او ګواهي د حضرت يوسف علیه السلام د برائت په هکله  په داسې حال کې چې په هغه وخت کې په نبوت باندې هم نه وه مبعوث شوى  کرامت نه دى نو څه شى دى؟ چې په قرآني آيت باندې ثابت شوى، الله تعالى جل جلاله د اولياؤ په حق کې فرمايي ) اَلَاۤ اِنَّ اَوۡلِیَآءَ اللّٰہِ لَا خَوۡفٌ عَلَیۡہِمۡ وَ لَا  ہُمۡ  یَحۡزَنُوۡنَ ( ([7]).

ژباړه : واورئ خبر دار شئ چې بيشکه دوستان د الله نشته هيڅ ډول يره په دوی (له کوم مکروه) او نه به دوی خفه کيږي (هيچرې له فوت د کوم مامول نه) ([8]).

تفسير:  الله تعالى جل جلاله د اولياؤ صفت او ستاينه کړې  او په ډيرو آيتونو کې د هغوى لپاره زيري او بشارتونه شته دي، چې په پورتني آيت کې ذکر شو او په  بل آيت  کې فرمايي )وَاَبۡشِرُوۡا بِالۡجَنَّۃِ  الَّتِیۡ  کُنۡتُمۡ تُوۡعَدُوۡنَ (([9]) )لَہُمُ الۡبُشۡرٰی فِی الۡحَیٰوۃِ الدُّنۡیَا وَ فِی الۡاٰخِرَۃِ (([10]) او په نورو  آيتو نو کې هم  ذکر شوي.

دا بشارتونه او ستاينې د اولياء الله دي، چې په قرآنکريم کې ذکر شوي، هر متقي مؤمن د الله تعالى ولي دى، څرنګه چې له تفاسيرو څخه  معلوميږي  چې ايمان او تقوى د بې شمېره مدارجو او مراتبو درلودونکي دي چې د ايمان او تقوى په اندازه يوه مرتبه د ولايت له مراتبو څخه هغه ته ثابتيږي لکه څرنګه چې ليږ  پيسې هم  ثروت دى او زياتې هم،  اما په عام عرف او رواج کې خلک هغه چا ته چې د ليږ پيسو لرونکى وي مالدار نه وايي تر څو چې د ډيرو پيسو څښتن نه وي ګرځيدلى، همدا شان ايمان او تقوى چې هره مرتبه يې د ولايت يوه څانګه او شعبه ده له همدې وجهې  ټول مؤمنان في الجمله  ولي نومول کيږي،  اما کامل ولي هغه څوک دى چې په هغه کې  د ايمان  او تقوى ځانګړې او ممتازه درجه  موجوده وي  چې د ولايت لوړې  درجې ته رسيدلى وي نو ولي ورته ويل کيږي او په مؤمنانو کې د ځانګړي اهميت او ځانګړې درجې درلودونکى وي، او د مذکوره بشارتونو او قرآني آيتونو مصداق جوړيداى شي، لکه چې د دې ولايت  ځينې اثار او علامات په احاديثو کې هم ذکر دي.

له  ذکر شوي آيت څخه  د اولياء الله کرامت په  ښه شان او څرګند ډول ثابت شو چې هر مسلمان فرد ته  له هغه څخه انکار به  د اسلام له دائرې څخه د هغه د خروج  موجب او لامل ګرځي.


([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٩.

([2]) کفايت المفتي، ١ : ١١٦، بحواله : شرح العقائد، ص : ٢٢٠.

([3]) آل عمران، آية : ٣٧.

([4]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۲۷۸ – ۲۷۹.

([5]) سورة يوسف، آية : ٢٦.

([6]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۳۳۱.

([7]) سورة يونس، آية : ٦٢.

([8]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۲۰۱.

([9]) حم سجده، ٤ رکوع.

([10]) سورة يونس، آية : ٦٤.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close