د ایمان مسایل (۴۱مه برخه)د طريقت او بيعت بيان

د طريقت او بيعت بيان

څرنګه چې طريقت په اصل کې د محمدي غرا شريعت جزء دى، نو له همدې کبله ضرور او لازم دى چې هغه نصوص واضح شي کوم چې د طريقت مثبت دي، د دې لپاره چې د طريقت منکرين متوجه شي، طريقت ومني، قبول يې کړي او په هغه باندې اعتراف وکړي، څرنګه چې طريقت د مريد او مرشد ترمينځ  د بيعت، عهد او ژمنې په ذريعه رامنځته کيږي، نو له همدې امله بايد تر هغه وړاندې لومړى بيعت وپيژندل شي.

د بيعت پيژندل

بيعت په لغت کې د بيع کولو او ژمنې کولو په معنى سره دى، ځکه چې په بيع کې د مال تبادله په مال سره راځي، اما په بيعت کې د خپل ځان مبادله دی په وعدې کولو سره، په دې شان چې بيعت کونکى له بيعت کړی شوي سره د خپلې تسليمي عهد او پيمان کوي، چې د هغه د ټولو امرونو اطاعت به کوي او له نواهي ؤ څخه به يې ايجتناب کوي، او بيعت کړى شوى به ورسره دا وعده او ژمنه کوي چې بيعت کونکى د دې رښتوني تسليمي په نتيجه کې نجات حاصل کړي او د دنيا او آخيرت له خجالت څخه به په امان وي.

که چيرته بيعت د عهد او وعدې کولو په معنى سره واخيستل شي نو مطلب يې دا دى چې بيعت کونکى له بيعت کړى شوي سره عهد او ژمنه کوي چې خپله وعده او ژمنه به نه  ماتوم او په خپلې ژمنې باندې به  کلک ولاړ يم او وعده کړى شوى به ورسره تعهد کوي چې د دنيا او آخيرت له شرمندګي څخه به نجات حاصلوي.

په اصطلاح کې بيعت عبارت دى له بيع او عهدکولو څخه په ظاهره له رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره يا له پاچا او يا د طريقت له مرشد سره، اما په حقيقت کې له الله تعالى سره بيع او عهد کول دي، لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي : ) اِنَّ اللّٰہَ اشۡتَرٰی مِنَ الۡمُؤۡمِنِیۡنَ اَنۡفُسَہُمۡ وَ اَمۡوَالَہُمۡ بِاَنَّ لَہُمُ الۡجَنَّۃَ ( ([1]).

ژباړه : بيشکه الله تعالى اخيستي ( پيرودلي ) دي له مؤمنانوڅخه د دوي نفسونه او د دوى مالونه  د دي لپاره چې د هغو په بدل او عوض کې  دوي ته جنت دى ([2]).

د مرشد له رحلت وروسته له بل مرشد سره بيعت کول

پوښتنه : که چيرته يو مرشد وفات شي، نو له دويم مرشد سره بيعت کول روا دي او که نه؟ که چيرته روا وي نو لومړى مرشد کوم چې له فاني دنيا څخه رحلت کړى، آيا هغه په حقيقت کې ژوندى نه دى او هغه زمونږ مرسته نشي کولاى؟.

ځواب : د يوه مرشد له رحلت وروسته له بل مرشد سره بيعت کول روا دي، د ټولو مشايخو همدا معمول را روان دى، شاه ولي الله رحمه الله  په قول الجميل کې ليکلي : )ان تکرار البيعت من رسول اللهصلی الله علیه وسلم ماثور وکذلک عن الصوفية الخ( لهذا په بل ځاى کې بيعت کول له شک پرته روا دي، او له مړي څخه اګر که فيض رسيدلاى شي، مګر په بيعت کې فيض مقصود نه دى، بلکې اصلاح او تزکيه مقصود دى، کوم چې له مړي څخه نشي کيدلاى، او د اولياء الله لپاره چې کوم ژوند ثابت دى، هغه دنيوي نه دى، که نه نو بيا به د هغوى ميراث نه تقسيميدلو، او د هغوى له ښځو سره به نکاح روا نه واى، او کوم مرشد چې مريد ته وايي : زما له مرګ وروسته به په بل ځاى کې بيعت نکوې، له ما څخه فيض درته رسيږي، دا کوم خود غرضه صاحب دنيا دى، کوم چې له اخلاص او تصوف څخه بې برخې دى ([3]).

په طريقه چشتيه کې سندرې او موسيقي نشته

پوښتنه : د چشتيه خاوندان له سندرو سره چې کومه موسيقي هم کوي، آيا په دې کې څه خبره شته او که نه؟.

ځواب : سرود کول حرام دي، په قرآن، احاديثو او فقهې سره يې حرمت ثابت دى ([4]).

ښځې ته له اجنبي (بيګانه) پير څخه پرده کول ضروري دي

پوښتنه : آيا کومې ښځې ته له خپل پير څخه پرده کول ضروري دي؟.

ځواب : پير چې کله اجنبي (بيګانه) وي نو له هغه څخه پرده کول ضروري دي ([5]).

د پير حق زيات دى او که د استاذ

پوښتنه : په يو چا باندې د پير حق زيات دى او که د استاذ؟ او که د دواړو برابر دى؟.

ځواب : د پير او د استاذ حق يو برابر دى، شيخ عبد الحق محدث دهلوي په اشعة اللمعات کې ليکلي : طريقه او سلوک په علم ظاهر کې داخل دي ([6]).

د طريقت د بيعت اثبات

پوښتنه : دا په څه باندې ثابته دى چې د طريقت بيعت شته دى؟.

ځواب : څرنګه چې د طريقت بيعت له مرشد سره په ډيرو آيتونو سره ثابت  شوى نو له همدې کبله د اثبات لپاره  يو شمير احاديث او  آيتونه راوړل کيږي:

 الله تعالى جل جلاله فرمايي)يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ( ([7]).

ژباړه : اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی (يعنې اې مؤمنانو !) وويريږئ تاسې له الله (او هسې مخالفت مه کوئ !) او اوسئ سره له صدقانو (چې محمد او اصحاب يې دي) ([8]).

 مطلب دا چې  له الله تعالى څخه وډاريږئ  او د صادقينو په جمله کې داخل شى او له دروغژنو (کذابانو) څخه ځانونه جلا کړى، البته د آيت په مراد کې چې صادقين کوم کسان دي اختلاف دى، ځينې وايي چې مراد ترې صحابه کرام دي )ثم الصادقون هم المرشدون الى طريق الوصول فاذا کان السالک في جملة احبابهم ومن زمرة الخدام في عتبة بابهم فقد بلغ بمحبتهم وتربيتهم وقوة ولايتهم الى مراتب في السير الى الله و ترک ما سواه( ([9]).

ژباړه : ځينې علماء  او د روح البيان مصنف وايي چې له دوی وروسته ريښتوني او صادقين هغه د طريقت پيران دي، ځکه چې هغوی خپلو مريدانو ته د هغې ليارې ښوونه او رهمنائي کوي چې د هغې په ذريعه مريد الله تعالى ته وصل کيږي، نو که چيرته سالک (مريد) د طريقت د مرشد د دوستانو په جمله کې  داخل شي او يا دا چې د هغوی د دبار په خدمتګارانو کې حساب شي په هر صورت نوموړى مريد د مرشدينو د ولايت د قوت، خدمت، او محبت په بناء هغې مرتبې ته رسيږي چې د هغې په ذريعه د الله تعالى دربار ته وصل کيږي، يعنې  لوی او پالونکي خالق ته وصل کيږي او نور شيان ترک کيږي، او همدا راز الله تعالى فرمايي )يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ( ([10]).

ژباړه : اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی (يعنې اې مؤمنانو !) وويريږئ تاسې له الله او طلب کړی ! ده ته وسيله (په طاعت سره) او جهاد وکړئ په لاره د ده کې (د کلمة الله د اعلاء په غرض) لپاره د دې چې په مراد ورسيږی (خلاص شی له عذابونو) ([11]).

)واعلم ان الايت الکريمة صرحت بالامر بابتغاء  الوسيلة ولابد فيها البتة فان لوصول الى الله تعالى لايحصل  الا بالوسيلة وهي علما‌ء الحقيقة ومشائخ الطريقة والعمل بالنفس يزيد  في وجودها واما العمل وفق اشارة المرشد ودلالة  الانبياء والاولياء فيخلصها  من الوجود ويرفع الحجاب ويوصل الطالب الى رب الارباب( ([12]).

پوه شه چې آيت کريمه د وسيله په  طلبولو باندې تصريح کړې او د امر صيغه يې ذکر کړې چې د الله تعالى دربار ته د نزديکت او تقرب لپاره دې وسيله  طلب کړی، له وسيله نه هيڅ چاره نشته، ځکه چې د الله تعالى دربار ته وصل او قرب له وسيله پرته نه حاصليږي، کله چې وسيله موجوده وي نو ممکن دى چې قرب حاصل شي، دا وسيله حقاني علماء او د طريقت پيران  دي،  ځکه چې عمل په نفس باندې يعنې د نفس خواهشات لوی وي، اما د مرشد له اشاره او ارشاد سره سم او د انبياؤ او اولياؤ د رهنمائي په وفق باندې عمل  نفس له لويي او تکبر څخه خلاصوي، او کومه پرده چې د الله تعالى او مريد تر مينځ ده هغه پورته کوي چې په دې سره مريد د الله تعالى دربار ته  واصل او قريب کيږي، الله تعالى جل جلالهفرمايي :

 )إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا( ([13]).

ژباړه : بيشکه هغه کسان چې بيعت کوي له تا سره بيشکه بيعت کوي له الله سره او لاس د الله دپاسه د لاسونو د دوی دی، پس هغه چا چې مات کړ دا بيعت نو بيشکه چې ماتوي به دی بيعت په ځان خپل (او ضرر يې هم ده ته راجع کيږي) او هغه څوک چې وفا وکړي په هغه شي چې عهد او اقرار يې کړی دی پر هغه له الله سره پس زر ده چې ور به کړي الله تعالی اجر او بدل ډير زيات (چې د جنت عطاء او د الله لقاء ده) ([14]).

)وهذه الايت وان کان نزولها بيعة الرضوان الا ان العبرة بعموم اللفظ فيشمل مبايعة الامام على الطاعة والوفاء بالعهد ومبايعة الشيخ العارف على محبة الله ورسوله والتزام شروطه وادابه ومن  ههنا استعمل مشائخ  الصوفية  هذه الاية عند اخذ العهد على المريد( ([15]).

ژباړه : که څه هم د ذکر شوي آيت نزول په بيعت رضوان کې شوى، مګر د لفظ عموم ته اعتبار دى، نو له همدې کبله د شاهانو او اميرانو بيعت ته شامل دى چې پاچا له رعيت څخه په اطاعت او وفا باندې بيعت اخلي چې بيعت ورکونکى بايد د پاچا تابعداري او په خپل بيعت او عهد باندې وفا وکړي، او همدا ډول د طريقت پير ته بيعت ورکولو ته هم  شامل دى، البته هغه پير چې عارف وي چې د الله تعالى او رسول اللهصلی الله علیه وسلم په محبت ورسره بيعت وکړي، په دې ډول چې بيعت کونکى خپل مرشد ته بيعت ورکوي او ژمنه کوي چې له الله تعالى او د هغه د رسولصلی الله علیه وسلم سره محبت لرم او د الله تعالى په اوامرو باندې به عمل او له نواهي ؤ څخه به يې اجتناب کوم، رزيله او ناوړه اخلاق به پريږدم او غوره اخلاق به خپلوم، او بيعت ورکونکى د بيعت اداب او شرطونه په خپل ځان باندې  لازم ګرځوي، له همدې کبله د طريقت مشايخ د بيعت اوعهد اخيستلو په وخت کې همدا آيت  مريد ته لولي، او همدا شان طريقت په ډيرو احاديثو باندې هم ثابت دى، د اختصار په توګه د مدعى د ثبوت لپاره يو حديث ذکر کيږي .

له حضرت عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې مونږ يوه ورځ له جناب رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره ناست وه چې نا څاپه يو سړى را ښکاره شو، چې سپين لباس يې په تن او تور ويښتان يې درلودل او هيڅ ډول د سفر نښه ورباندې نه  ښکاره کيده  او په زمونږ کې هيچاهم هغه نه پيژاند، نوموړى کس رسول اللهصلی الله علیه وسلم ته مخامخ کيناست تر دې چې خپل زنګنونه يې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم له زنګنو سره ولګول او وې ويل:

)يا محمد اخبرني عن الاسلام قال الاسلام ان شهد ان لا اله الا الله وان محمدا رسول الله  وتقيم الصلوة وتؤتي الزکوة و تصوم رمضان وتحج البيت ان استطعت اليه سبيلا، قال صدقت، فعجبنا له يسئله ويصدقه، قال فاخبرني عن الايمان،  قال ان تؤمن بالله وملائکته وکتبه  ورسله  واليوم الاخر وتؤمن بالقدرخيره وشره من الله تعالى قال صدقت قال فاخبرني عن الاحسان قال ان تعبد الله کانک تراه فان لم تکن تراه  فانه يراک قال صدقت الحديث(  ([16]).

ژباړه : اې محمدصلی الله علیه وسلم ! ماته له اسلام نه خبر راکړه؟ يعنې اسلام څه شى دى؟  رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : اسلام ديته وايي چې دا ګواهي (شاهدي) ورکړي چې نشته معبود برحق او لايق د عبادت مګر يو الله تعالى دى او محمدصلی الله علیه وسلم د الله تعالى استازى او رسول دى، لمونځ اداء کړي، زکوة ورکړي، د رمضان د مياشتې روژې ونيسي او د توښې او قدرت په صورت کې د بيت الله شريفې حج وکړي، پس هغه سړي وويل چې رښتيا دې وويل، مونږ تعجب وکړ چې هم پوښتنه کوي او هم تصديق کوي، يعنې سوال کول  يې په  لاعلمي دلالت کوي او تصديق کول يې په پوره معلوماتو باندې دلالت کوي، وروسته نوموړي کس وويل : ماته د ايمان په اړه معلومات او خبر راکړه  چې ايمان څه شى دى؟ رسول اللهصلی الله علیه وسلموفرمايل : ايمان ديته وايي چې ايمان راوړي او باور وکړي په الله تعالى چې يو دى  او شريک نلري، نه په ذات او نه په صفاتو کې، او ايمان راوړي د الله تعالى په ملائکه ؤ، په کتابونو، په پيغمبرانو او د قيامت په ورځ او دا ايمان ولري چې د خير او شر اندازه د الله تعالى له لوري دی، هغه وويل : رښتيا دې وويل، وروسته بيا هغه کس وويل ماته د احسان په هکله خبر راکړه چې احسان څه شى دى؟ رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل : احسان ديته ويل کيږي چې د الله تعالى داسې عبادت وکړی شي لکه چې الله تعالى ويني (ګوري) (البته دا د جذب مرتبه دی) او که ته نشي کولاى چې الله تعالى ووينې نو الله تبارک وتعالى تا ويني (چې دا د مراقبې مرتبه دی)  هغه وويل رښتيا دې وويل.

څرنګه چې نوموړى حديث اوږد دی نو هغه برخه يې چې د مدعى ثابتونکې وه ذکر شوه او پاتې حديث د او اوږديدو له امله ذکر نکړی شو، اما د ذکر شوي حديث په آخير کې  ذکر شوي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم وفرمايل چې سوال کونکى سړى حضرت جبرائيل علیه السلام وه چې تاسو ته د دين د تعليم او ښوولو په خاطر راغلى وه.

د دين مبناء، مدار او اساس په فقه، علم کلام  او تصوف باندې دى ([17]).

دا درى علوم ( فقه، کلام او  تصوف)  يو له بل سره  لازم او ملزوم دي، چې د يوه اکمال او تماميت پرته له هغه بله ممکن نه دي، ځکه  چې د الله تعالى حکم له فقه پرته نه پيژندل کيږي او فقه پرته له تصوف کمال او اتمام ته نه رسيږي، ځکه چې هيڅ يو عمل  الله تعالى ته له کامل صدق توجه پرته کامل نه وي، فقه او تصوف  دواړه  له ايمان څخه پرته صحت نلري (يعنې نه صحيح کيږي ) نو مثال يې د دوی په مينځ کې د روح او جسم په څير دى، چې يو پرته له هغه بله وجود او کمال نلري، نو له همدې امله فقه، تصوف او علم کلام يو له بل سره لازم او ملزوم دي، چې د يوه وجود به  هم پرته له هغه بل څخه کامل نه وي، بلکې نيمګړى به وي ([18]).

د طريقت له مقاصدو څخه له ناخبره پير څخه ليرې اوسيدل پکار دي

پوښتنه : يو کس خپل ځانته اهل الله وايي، د ذکر کولو په وخت کې وايي : ما ته بيت الله شريفه په نظر راځي، مسجد نبوي په نظر راځي، دا کس بيعت هم ورکوي او وايي چې تاسو ټول د رسول اللهصلی الله علیه وسلم مريدان شوى، او وايي چې زه خپل مريدان په شپږو مياشتو کې دننه له حضرت رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره ملاقي کوم، او د دې نه منونکي بد ګڼي، نو د داسې کس حکم څه دى؟.

ځواب : دا کس اهل الله نه دى، او دا کس د بيعت او طريقت له مقاصدو څخه ډير ليرې دى، د حق طالبانو ته له داسې کس څخه ډير ليرې اوسيدل ضروري دي ([19]).

اولياء الله کوم خلک دي

پوښتنه : اولياء الله کوم خلک دي؟

ځواب : اولياء الله هغه خلک دي کوم چې خپل ژوند د الله تعالى جل جلاله د رضاء لپاره تيروي، له فرايضو او واجباتو پرته د سنتو او نفلو اهتمام هم کوي، او يوازې د الله تعالى لپاره په خپل مينځ کې محبت کوي، دنيوي غرض يې تر مينځ نه وي ([20]).

([1]) سورة التوبة، آية : ١١١.

([2]) روح البيان، ج :٩، ص : ١٩.

([3]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٥٨، بحواله : شفاء العليل، ترجمه القول الجميل للامام ولي الله الدهلوي، ص : ٢٩، القول الجميل للامام ولي الله الدهلوي، ص : ٩٧، اشغال مشايخ نقشبنديه.

([4]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٩٤، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٥، ص : ٢٤٦، کتاب الخطر والاباحة.

([5]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٦٧، بحواله : سورة النور، آية : ٣١، البهجة السنية  في آداب الطريقة النقشبندية، ص : ٤٠، فصل في بيان ما يتعلق بالاخذ والشروع.

([6]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٩٤.

([7]) سورة التوبة، آية : ١١٩.

([8]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۱۴۸.

([9]) د روح البيان تفسير، ج:  ٣، ص : ٥٣٢.

([10]) سورة المائدة، آية : ٣٥.

([11]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۶۳۴.

([12]) د روح البيان، ج : ٢، ص : ٣٨٨.

([13]) سورة الفتح، آية : ١٠.

([14]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۱۱۸۳ – ۱۱۸۴.

([15]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : تفسير صاوي.

([16]) مشکوة، ص : ٢.

([17]) لمعات، لومړی برخه، ص : ۴۲.

([18]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.

([19]) فتاوى فريديه، ١ : ٣٧٠، بحواله : مقامات مظهريه، ص : ٥، فصل اول در ذکر طريقه نقشبنديه مجدديه.

([20]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٢١٤، بحواله : سورة يونس، اية : ٦٢، المظهري، ج : ٢، ص : ٦٥، جامع الترمذي، ج : ٢، ص : ٦٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close