د ایمان مسایل (۴۳مه برخه) – له کوچنيانو (ماشومانو) څخه په قبر کې سوال ځواب نشته –

پوښتنه : کوم مسلمان کوچنى (ماشوم) چې مړ شي نو له هغه څخه په قبر کې سوال ځواب کيږي او که نه؟.

ځواب : له کوچنيو ماشومانو سره په قبر کې سوال ځواب نه کيږي ([1]).

په رمضان کې د جمعې په ورځ له مړ شوي څخه پوښتنه نشته

پوښتنه : که چيرته يو کس په رمضان شريف کې د جمعې په ورځ مړ شي نو حکم يې څه دى؟.

ځواب : انشاء الله تعالى له هغه څخه به په قبر کې پوښتنه نه کيږي، دا توقع دى، بلکې له دې څخه زيات دى ([2]).

آيا مسلمان او کافر ټولو لره به د قبر عذاب وي

پوښتنه : آيا د قبر عذاب به يوازې مسلمانانو لره وي او که د نورو مذهبونو په خلکو باندې به هم وي؟.

ځواب : ټولو کافرامو او يو شمير ګنهګارو مؤمنانو ته د عذاب قبر له مرحله څخه تيريدل شته دي ([3]).

د قبر له عذاب څخه انکار کول کفر دى

پوښتنه : د عذاب قبر متعلق د قرآن تعليمات څه دي؟.

ځواب : په قرآنکريم او احاديث نبويه ؤ سره عذاب قبر ثابت دى، له همدې امله ځکه له هغه څخه انکار کول کفر دى ([4]).

د قبر له عذاب څخه د ساتنې عمل

پوښتنه : که يو داسې عمل راته بيان کړى شي د کوم له امله چې په قبر کې عذاب نه وي؟.

ځواب : له ناپاکي څخه ځان سانته، تل پاک اوسيدل، د قرآنکريم ډير تلاوت کول، د سنتو پوره اتباع کول، له ويده کيدو دمخه په پابندي سره د سورة الملک لوستل، په هر لمانځه کې له درود شريف وروسته د قبر له عذاب څخه د پناه غوښتلو دعا کول په کومه کې چې (اعوذ بک من عذاب القبر) هم دى، له چغلخوري څخه ځان ساتل، دا شيان داسې دي انشاء الله تعالى چې د دوى د اهتمام په برکت سره به د قبر له عذاب څخه حفاظت ترلاسه شي ([5]).

عليين او سجين چيرته دي

پوښتنه : عليين او سجين کوم مقام دى؟ د عليين روحونه د آسمان لوري ته او د سجين روحونه د زمکې لور ته ځي، نو په کوم ځاى کې به روحونه سره يو ځاى کولاى شي؟ د آسمان لوري ته چې کوم روحونه مقيد کړى شوي دي، نو آيا د قيامت په ورځ به د حساب او کتاب لپاره له آسمان څخه روحونه زمکې ته راځي؟.

ځواب : عليين د هغه ځاى نوم دى چيرته چې چې د نيک بختو خلکو روحونه له مرګ وروسته ځي، سجين د هغه ځاى نوم دى چيرته د بدو خلکو روحونه ځي (کذا في فتح العزيز) سره له وجوده د عليين او سجين روحونه له خپلو قبرونو او جسمونو سره يو ډول تعلق او اتصال لري (کذا في فتاوى ابن حجر الهيثمي، او دغه تعلق په ځانګړيو وختونو کې زيات کيدلاى هم شي (کذا في شرح الصدور) مګر خپلو کورونو ته د راتګ خبره په کوم معتمد حديث باندې ثابته نه ده، د حساب لپاره به ټول روحونه د حساب ځاى ته را يو ځاى کولاى شي، د ارواحو احوال او مقامات يو ډول نه دي، بلکې ډير مختلف دي ([6]).

د قبر له عذاب څخه د بچ کيدو اعمال

پوښتنه : د کومو کومو شيانو له امله د قبر عذاب وي؟ تر څو چې له هغو څخه د ځان ساتنې کوشش وکړى شي، او کوم کوم شيان د قبر له عذاب څخه ساتونکي دي؟.

ځواب : د متيازو له څاڅکو څخه د ځان نه ساتنه، چغلخوري کول، دا دوه شيان د قبر د عذاب موجب دي، د لمانځه نه کول، د کوم مظلوم مرسته نکول، د خلکو غيبت کول، د دروغو ويل، د سود خوړل، زنا کول، ډير شيان د قبر د عذاب موجب دي، نو ځکه له ټولو کبيره ګناهونو څخه د ځان ساتنه پکار دى، د الله تعالى په لار کې سر ورکول، شهيد کيدل، د سورة ملک تلاوت کول، په مرض الموت کې د سورة يسين تلاوت کول، د خيټې (نس) د ناروغي له امله مړ کيدل، د جمعې په ورځ يا د جمعې په شپه وفات کيدل، دا شيان د قبر له عذاب څخه ساتونکي دي، په ځانکړې توګه د قبر له عذاب څخه هر وخت پناه غوښتل ([7]).


([1]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٢٥، بحواله : شرح الصدور، باب من لايسئال في القبر، ص : ١٥٢.

([2]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٢٦، بحواله : جامع الترمذي، کتاب الجنائز، باب ما جاء فيمن مات يوم الجمعة، ج : ١، ص : ٢٠٥.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤١٨، بحواله : شرح العقيدة الطحاوي، ص : ٤٥٠، صحيح مسلم، ج : ٢، ص : ٣٨٦.

([4] ) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤١٨، بحواله : شرح العقائد، ص : ٩٨، احياء علوم الدين، ج : ١، ص : ١١٤.

([5]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٣٥، بحواله : شرح الصدور، باب عذاب القبر، ص : ١٦٣، صحيح البخاري، کتاب الجنائز، باب عذاب القبر من الغيبة والبول، ج : ١، ص : ١٨٤، شرح الصدور، باب ما ينجي من عذاب القبر، ص : ١٨٢ – ١٨٣، جامع الترمذي، ابواب فضائل القرآن، باب ما جاء في سورة الملک، ج : ٢، ص : ١١٧، صحيح البخاري، کتاب الجنائز، باب التعوذ من عذاب القبر، ج : ١، ص : ١٨٤.

([6]) فتاوى محموديه، ١ : ٥٩٢، بحواله : فتح العزيز، سورة المطففين، ص : ١٥٨، الفتاوى الحديثية، مطلب ارواح الانبياء في اعلي عليين … الخ، ص : ١٤، شرح الصدور، باب مقر الارواح، ص : ٢٣٩، التذکرة في احوال الموتي وامور الاخرة، باب ذکر النفخ الثاني للبعث في الصور، ص : ٢٠٢.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣٩، بحواله : مشکوة، ص : ٤٢، کتاب الطهارة، کتاب الروح، ص : ١٠٨، المسئلة التاسعة، ماالاسباب التي يعذب بها اصحاب القبور، کتاب الروح، ص : ١١١، المسئلة العاشرة، الاسباب المنجية من عذاب القبر، ايضا شرح الصدور، ص : ١٨٤، باب ما ينجي من عذاب القبر، شرح الصدور، ص : ١٨٤ – ١٨٥، کتاب الروح ص : ١١٢، مرقاة المفاتيح، ج : ٢، ص : ٦٠٦، کتاب الروح، ص : ١١٢، المسلة العاشرة، الاسباب المنجية من عذاب القبر، مشکوة، ص : ٢٥، کتاب الايمان، باب اثبات عذاب القبر.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close