د ایمان مسایل (۴۶مه برخه) ـ مختلف عقیدوی معلومات –

پوښتنه : آيا د شيطان اولاد او ښځه هم شته دي؟.

ځواب : د شيطان او پيريانو لپاره ذرية په نصوصو سره ثابت دي، او اولاد له ښځې پرته متصور او ممکن نه دى ([1]).

د حضرت ابراهيم علیه السلام پلار اذر وو که تارخ

پوښتنه : يو شمير امامان د جمعه په خطبه کې وايي چې که چيرته مونږ آذر د حضرت ابراهيم علیه السلام پلار ومنو نو په دې سره د حضرت رسول اللهصلی الله علیه وسلم په شان کې فرق راځي، د هغه د پلار نوم تارخ وه، آذر د حضرت ابراهيم علیه السلام تره وه، سره له دې چې حضرت تهانوي رحمه الله  او شاه رفيع الدين رحمه الله  په ترجمه کې هم د پلار لفظ ذکر دى، مونږ ته يې معلومه کړى چې آذر يې پلار وه او که تره؟.

ځواب : له قرآنکريم څخه په ظاهره داسې معلوميږي چې د حضرت ابراهيم علیه السلام د پلار نوم يا لقب آذر وه، قال الله تعالى )واذا قال ابراهيم لابيه اذر الاية( قال السيوطي رحمه الله  في تفسيره هو لقبه واسمه تارخ، يا د دې برعکس کما في التاريخ الکبير للبخاري، امام بخاري رحمه الله  ديته ترجيح ورکړې چې آذر او تارخ د يوه شخصيت نوم او لقب دى، او په دې سره په نبوي شان کې فرق راتلل غلط دي.

بهر حال د همدغو امامانو ټينګار هم صحي نه دى، مونږ او تاسو هم بايد تشدد ونکړو، ځکه چې ځينو مفسرينو دويم قول د تره کيدو هم نقل کړى ([2]).

آيا مرتد شوي ته د پخوانيو عملونو ثواب ورکول کيږي

پوښتنه : يو مسلمان دى کوم چې تر څلويښتو کلونو پورې د خداى تعالى جل جلاله عبادت کړى او د هغه هر ډول احکام يې پر ځاى کړي، مګر له څلويښتو کلونو وروسته هغه مرتد شو، نو آيا الله تعالى جل جلاله د هغه له مرتد کيدو دمخه د شويو عبادتونو ثواب هغه ته په آخيرت کې ورکوي او که نه؟.

ځواب : د مرتد ټول عملونه ضايع کيږي، هغه ته د پخوانيو د هيڅ عمل ثواب نه ورکول کيږي، لکه څرنګه چې له مسلمانيدو وروسته د کفر د حالت ټول ګناهونه ساقط کيږي ([3]).

جنت، دوزخ او حوض کوثر چيرته دي

پوښتنه : جنت، دوزخ او حوض کوثر په آسمان کې دي او که په زمکه کې؟ سره له دې چې جنت او دوزخ دا وخت هم موجود دي او ور سره ور سره دا وخت په جنت او دوزخ کې انسانان هم شته دي، لکه څرنګه چې په مظاهر حق او تفسير موضح القرآن کې راغلي، بيا نو جنت او دوزخ چيرته دي؟.

ځواب : د جنت په هکله راغلي )وعرضها کعرض السماء( او په دويم ځاى کې راغلي )عرضها السموات والارض …. الاية( بيا نو د دې په زمکه کې يا په آسمان کې سوال څرنګه پيدا کيدلاى شي، او د کوثر موجوديت په جنت کې په احاديثو سره صراحةً ثابت دى، د جهنم (دوزخ) قعر في الحال له اومې زمکې لاندې دى، کذا في مجموعة الفتاوى ([4]).

چې ګناه او ثواب يې برابر وي د هغه انجام

پوښتنه : که چيرته د قيامت په ورځ د يوه کس ګناه او ثواب برابر شي نو آيا داسې کس به جنت ته ځي او که دوزخ ته؟.

ځواب : د يوه قول مطابق داسې کس به د يوه څه مودې لپاره په اعراف کې اوسيږي (اعراف … د جنت او دوزخ تر مينځ د حائل حصار د پورتنى برخې نوم دى) له دې وروسته به جنت ته داخل کړى شي ([5]).

غير مسلم استاذ ته سلام کول

پوښتنه : که چيرته د يوه مسلمان استاذ هندو وو، نو آيا هغه ته السلام عليکم ويل پکار دي او که نه؟.

ځواب : غير مسلمو ته سلام نشي اچول کيداى ([6]).

ياجوج او ماجوج کوم ډول مخلوق دى

پوښتنه : ياجوج او ماجوج جني مخلوق دى او که برزخي؟.

ځواب : دغه قوم نه جني دي او نه برزخي، بلکې انسي دى، د يافث اولاده دى، او د فساد له وخت او د هغوى له راوتلو نه دمخه د هغوى تعين کول چې دا ياجوج او ماجوج دي، دا بې ځايه قياس دى ( [7]).

ټول صحابه کرام رضی الله عنهم په مرتبه کې سره يو شانته دي که کم او زيات پکې شته

پوښتنه : ټول صحابه کرام رضی الله عنهم په مرتبه کې سره يو شانته دي، که کم او زيات پکې شته؟

ځواب : د صحابه کرامو رضی الله عنهم په مرتبو کې کم زيات شته، خو له نور ټول امت څخه غوره دي ([8]).

ګناهګار مسلمان ته له دوزخ وروسته جنت

پوښتنه : د جنت ژوند دائمي دى، آيا په دوزخ کې اچول شوى د کلمې ويونکى به د سزا له تيرولو وروسته جنت ته داخلولاى شي او که هغه سزا هم ابدي دى؟.

ځواب : د کوم کس په زړه کې چې د ادنى درجې ايمان هم وي، هغه به د تل لپاره په دوزخ کې نه اوسيږي، د سزا له تيرولو وروسته به جنت ته داخليږي ([9]).

حجر اسود د جنت ډبره ده

پوښتنه : آيا حجر اسود د جنت ډبره ده؟.

ځواب : هو ! حجر اسود د جنت ډبره ده ([10]).

شيطان لره د باران ورولو اختيار نشته

پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې الله تعالى جل جلاله شيطان ته د باران ورولو اختيار ورکړى دى، آيا دا صحي ده چې شيطان وريځ ته ور خيږي او باران ورولاى شي؟.

ځواب : د باران ورولو اختيار يوازې الله تعالى لره دى، دجال ته به استدراجاً څه اختيار ورکړى شي، او د وعظ په کتابونو کې شته دي چې د فرعون په زمانه کې شيطانانو د متيازو باران ورولى وو ([11]).

آيا سود خور، رشوت اخيستونکى او د شرابو څښونکى جنت ته تللاى شي

پوښتنه : آيا چې کوم مسلمان سود خوري، رشوت اخلي او ورکوي يې، شراب څښي او قمار وهي هغه هم جنت ته تللاى شي؟ ځکه يو شمير صاحبان وايي چې هر مسلمان پرته له قاتل نه د خپلو ګناهونو د سزا له تيرولو وروسته به جنت ته ځي، آيا شرک کونکى او مرتد به هم جنت ته ځي؟.

ځواب : د کفر او شرک معافي نشته، د پاتې ګناهونو د معافي معامله الله تعالى ته سپارل شوې دى ([12]).

د غير مسلم له نام وروسته د مرحوم ليکل ناروا دي

پوښتنه : هر کله چې کوم هندو يا غير مسلم مړ شي نو له مرګ وروسته که چيرته د هغه نام واخيستل شي نو هغه ته (آنجماني) وايي، مګر په يو شمير کتابونو کې د هندوانو له نومونو دمخه د مرحوم تورى ليدل کيږي، آيا دا روا دي؟ او د مرحوم د لفظ وضاحت که وکړى شي مهرباني؟.

ځواب : د غير مسلم له مړ کيدو وروسته د مرحوم ليکل نه دي پکار، د مرحوم معنى دى چې په هغه دې د الله تعالى رحمت وي، او د کافر لپاره د رحمت دعا نده روا ([13]).


([1]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٤٦، بحواله : اکام المرجان، ص : ٣٣، باب في بيان ان الجن يتناکحون ويتوالدون.

([2]) خير الفتاوى، ١ : ٤٥٨، بحواله : التاريخ الکبير للبخاري، صاوي.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٣، بحواله : سورة البقرة، آية : ٢١٧، مشکوة، ص : ١٤، کتاب الايمان.

([4]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٨٠، بحواله : سورة الحديد، آية : ٢١، سورة آل عمران، آية : ١٣٣، مشکوة المصابيح، ص : ٤٨٧، باب الحوض، مشکوة المصابيح، ص : ٤٩٨، باب صفة الجنة واهلها، شرح الملا علي قاري علي الفقه الاکبر، ص : ٩٨، النبراس، ص : ٣٤٠،مجموعة الفتاوى، ج : ١، ص : ١٠٥، باب الجنة، سوال : ٣.

([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٢، بحواله : تفسير ابن کثير، ج : ٣، ص : ١٥٩، تفسير ابن کثير، ج : ٣، ص : ١٦٠.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ١٤٠، بحواله : درمختار، ج : ٦، ص : ٤١٢.

([7]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٤٩.

([8]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٨.

([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٤، بحواله : شرح عقيدة الطحاوي، ص : ٣٧١.

([10]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٨١، بحواله : حديث حضرت ابن عباس =، رواه احمد والترمذي، مشکوة المصابيح، کتاب المناسک، باب دخول المکة والطواف، الفصل الثاني، ص : ٢٢٧، وجامع الترمذي، ابواب الحج، باب ما جاء في فضل الحجر الاسود والرکن والمقام، ج : ١، ص : ١٧٧.

([11]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٥٠، بحواله : مشکوة المصابيح، ج : ٢، ص : ٤٧٣، باب ذکر الدجال.

([12]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٤، بحواله : سورة النساء، آية : ١١٦، شرح عقائد، ص : ١١٢.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ١٤٢، بحواله : سورة التوبة، آية : ١١٣.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close