د ایمان مسایل (۴۸مه برخه) – آيا جنت ته کافران داخليدلاى شي او که نه – ؟

آيا جنت ته کافران داخليدلاى شي او که نه

پوښتنه : نن صبا د يو شمير خلکو ذهن د دې خبرې منلو ته تيار نه دى چې يوازې مسلمانان به جنت ته ځي، دوى وايي چې هر سړى هغه که له هر مذهب سره تعلق لري، که چيرته ښه کارونه وکړي نو د جنت مستحق دى، آيا د دوى دا خبره صحي دى؟.

ځواب : د همدغو خلکو دغه شبه په حقيقت کې د يوې بنيادي خبرې په ذهن کې د نه لرلو نتيجه دى، او هغه دا چې په دغه کائنات کې د انسان مقام څه دى؟ د جنت او د دوزخ د پيدا کولو مقصد څه دى؟ د قرآنکريم تعليم دا دى چې دا دنيا يو دارالامتحان دى، جنت د همدغه امتحان د کاميابي صله دى، دوزخ د ناکامي سزا، او ايمان په همدغه امتحان کې د کاميابي بنيادي شرط دى، د کوم له حل کولو پرته چې هيڅوک نشي کاميابيدى، له همدې امله د جنت حصول له ايمان پرته ممکن نه دي.

په دنيا کې هره ورځ له کومو امتحاناتو سره چې مونږ مخامخ کيږو، که چيرته په هغوى کې غور وکړى شي نو ښکاره تر سترګو کيږي چې په هر امتحان کې يو شمير سوالونه بنيادي اهميت لري، او ممتحن همدغه سوالونه د کاميابي مدار ګڼي، او له هغو سره يو شمير نور داسې سوالونه هم وي د کومو د نه حل کولو له امله چې د کاميابي په درجه کې څه کمى راځي، مګر هغه د کاميابي او ناکامي لپاره فيصله کن نه وي، اوس که چيرته يو کس لومړني مهم سوالونه بيخي پريږدي يا هغه بيخي په غلطه طريقه حل کړي او دويم ډول ضمني سوالونه په ښه طريقه باندې حل کړي نو تاسو په خپله سوچ وکړى چې داسې کس به کامياب وي او که ناکام؟ ښکاره خبره ده چې هيڅ معقول انسان داسې کس ته کامياب نشي ويلاى، ځکه چې هغه اصلي بنيادي سوالونه بيخي حل کړي نه دي، کوم کس چې د اسلام په بنيادي عقايدو، توحيد، رسالت، آخرت او په نورو باندې ايمان نلري، او ور سره يو شمير ښه کارونه هم کوي، نو د همداسې کس مثال بالکل همداسې دى.

په همدې خبره په يوې بلې طريقې سره هم پوه شئ : په دنيا کې ډير شيان د خپل ذات په اعتبار سره ډير ګټور دي، مګر د بل کوم خراب شي له هغه سره د ګډولو له امله د هغه په ټولو خوبيو باندې اوبه واچولى شي، شيدې، ملائي او غوړي د خپل ذات په اعتبار سره څومره قوي عذاء دى، مګر که چيرته ور سره بل خراب شى ګډ کړى شي نو دغه شيان بيا د ګټې پر ځاى تاوان رسوي، د انسان د اعمالو او افعالو حال هم همداسې دى، د روپيو په ذريعه له يوه غريب سره مرسته کول څومره ښه کار دى، مګر که چيرته له دې څخه مقصد يوازې د نام کول وو نو دغه کار بيا د دنيوي نقطه نظر له امله هم ښه نه دى.

د قرآنکريم ارشاد دا دى چې : کفر هغه زهر دي کوم چې د انسان ټول اعمال خرابوي، دغه د خير کارونه که چيرته له ايمان سره وي نو د انسان په درجاتو کې د ترقي سبب جوړيږي، او په دې سره يې آخرت روښانه کيږي، مګر که چيرته کفر ور سره يو ځاى کړى شي نو هغه بيا داسې بيکاره کوي لکه هغه شيدې، غوړي او ملائي، کوم کس چې له خداى تعالى څخه يا د هغه له وحدانيت څخه منکر وي، د هغه رسولان (معاذ الله) دروغژن ګڼي، د هغه نازل شوي کتابونه نه مني، او له دغو سنګينو جرمونو وروسته هغه که کوم ښه کار هم وکړي نو د داسې کسانو د انعام په مستحق کيدو کې آخير څه معقوليت دى؟ فرض کړى که چيرته يو ډير د ښو اخلاقو، محنتي او ذهين سړى کوم چې د خپل انصافداره حکومت په مقابل کې د بغاوت سازش وکړي، د هغه له دښمنانو سره يو ځاى شي او د هغو مرسته کوي، د هغه د قانون په ښکاره توهين کوي، نو آيا يوازې ښه اخلاق داسې کس له همدغو جرمونو څخه بري کولاى شي؟ او که چيرته حکومت د همداسې کس د اعدامولو پريکړه وکړي نو آيا کوم انصاف خوښونکى کس د حکومت همداسې پريکړه ظلم ګڼلاى شي؟ ښکاره ده چې نه ! د همدغه کس جرم دومره سنګين دى چې د همدغو جرمونو په موجوديت کې د هغه ښه اخلاق هيڅ حيثيت نلري.

اوس په خپله سوچ وکړى چې کوم کس له خداى تعالى، د هغه له رسولانو، د هغه له کتابونو او د هغه له قوانينو څخه باغي وي، يوازې د نيکو اخلاقو په بناء هغه د جنت څرنګه مستحق کيدلاى شي؟ ([1]).

([1]) فتاوى عثماني، ١ : ٦٤ – ٦٥، بحواله : تفسير معارف القرآن، ج : ٤، ص : ٢٣٧.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close