د بادغیس ولایتي شورا اومرکزي چارواکي: طالبان مو سیمیز خلک دي، هیڅ بهرنیان په کې نشته

د ولایتي شورا غړی ناصر نظري یوې خبري ناستې ته وویل ؛ داعشیانو او نورو بهرنیو ارپکو ته په دې ولایت کې هیڅ ځای نشته او په خبره یې چې د بهرنیو وسلوالو له شتون سره هم افغان دولت ، هم د سیمې خلک او هم طالبان مخالف دي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

د بادغیس ولایتي شورا او محلي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې هبڅ بهرنۍ ډله او خارجي وګړی شتون نه لري او د طالبانو په لیکو کې یواځې سیمیز خلک دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی ناصر نظري یوې خبري ناستې ته وویل ؛ داعشیانو او نورو بهرنیو ارپکو ته په دې ولایت کې هیڅ ځای نشته او په خبره یې چې د بهرنیو وسلوالو له شتون سره هم افغان دولت ، هم د سیمې خلک او هم طالبان مخالف دي.
نظري وایي؛ داعش د بهرنیانو استخباراتي ډله ده او په دې ولایت کې د دولت وسلوال مخالفین دهمدې ولایت خلک دي او د بهرنیانو او دا عشیانو شتون ورته هیڅ د منلو نه ده.

نوموړی زیاتوي؛ طالبان هیڅ بهرنۍ وسلوالې ډلې ته په دې ولایت کې ځای نه ورکوي او نه پریږدي چې د دې ولایت پرجغرافیه کې فعالیتونه وکړي.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله داروي هم مني چې مقابل لوری یې یواځې سیمیز طالبان دي او د داعش په ګډون هیڅ بهرنۍ وسلواله ډله هلته شتون نه لري.
تر دې وړاندې د بادغیس مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده هم ویلي و، چې به دې ولایت کې یواځنۍ فعاله ډله طالبان دي.
د بادغیس چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وخت ناوخت حکومتي چارواکي او امریکایان د هغو ولایتونو چې هیڅ داعشیان پکې شتون نه لري، د داعش د نفوذ ساحې یادوي او په لوی لاس یو شمیر دولت پلوه رسنۍ د دې ډلې د قوي ښودلو په خاطر بې بنسټه تبلیغات کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close