د بادغیس په سنګ آتش ولسوالۍ کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو ۱۱تنه وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې پرون سهار ۶بجې د آب کمري د بند شرم په سیمه کې وسله والو طالبانو د امنیتي پولیسو او اربکیانو۶ پوستې تر برید لاندې راوستې.

بریدونه چې پکې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې، د ماسپښین تر ۳بجو پورې یې دوام وکړ.

د بریدونو په نتیجه کې یادې پوستې په مکلمه توګه د طالب وسله والو لاسته ورغلي دي، او پکې مېشت امنیتي ځواکونه ځای پر ځای قتل شوي، او ۷نور ټپيان دي.

ویل کیږي چې له یادو پوستو څخه ځیني امنیتي ځواکونه په تېښته شوي دي او ترې پاتې یو ثقیل، ۶عرادې موټرسایکل او ګڼ شمېر نور نظامي مهمات طالب وسله والو ته لاسته ورغلي دي.

ځایي خلک وایي چې طالبانو ۳ پوستې په مکمله توګه سوځولي دي.

دوی وایي چې له برید څخه وروسته نور امنیتي ځواکونه د کمک په موخه راورسېدل، او له وسله والو سره یې سخته جګړه ونښته، چې په شا وتمبول شول.

په جګړه کې یو تن طالب وسله وال هم وژل شوی او ۵تنه نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close