د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې شدیده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
له بادغیس ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې نن مازدیګر د قادس ولسوالۍ ودانۍ او دفاعي پوستې تر وسلوال برید لاندې راوستل.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د دوی جنګیالیو اوس ماسخوتن مهال د ولسوالۍ مرکز اړوند د مشهور اربکي قوماندان رحیم داد پوسته ونیوله چې پکې د افغان ځواکونو ۲ تنه وژل شوي دي او ۲ تنه نور یې ژوندي نیولي دي او نور یې په منډه تښتېدلي دي.
مجاهد د امنیتي ځواکونو څخه د یوه ثقیل، ۲کلاشنکوفونو، او د ګڼ شمېر نورو مهماتو خبر ورکړی دی.
ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې جګړه اوس هم دوام لري، چې په اړه به یې نور جزئیات وروسته خپاره کړل شي.