د بدخشان تګاب ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

کابل ټکی کام ۳۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د جمعې له سهار راهیسې د طالبانو له لورې نوي پسرلني عمري عملیات د هېواد په ټولو برخو کې پیل شوي دي، چې په کندز، بغلان، بدخشان، سرپل، پکتیکا، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې خورا توند او شدید روان دي.
د دغو عملیاتو له پیلېدو سره یو شمېر ولسوالۍ او پراخې سیمې یا طالبانو نیولي دي، او یا هم تر کلکې محاصرې لاندې راوستي دي.
د همدغو ولسوالیو په لړ کې یوه هم د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ ده، چې په اړه یې د سقوط اندېښنې راولاړې شوي دي.
طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې لیکلي دي، چې دغه ولسوالۍ یې محاصره کړې ده، او په څلورو استقامتونو څخه د دوی جنګیالیو پرې بریدونه پیل کړل.
طالبان وايي، چې مقابل جانب یې سخت ټکولی، او د ولسوالۍ مرکز په ټولیزه توګه محاصره دی.
طالبانو همدا راز ادعا کړې ده، چې په دغه جګړه کې د پهلوان په نوم یو مهم قومندان یې وژلی دی.
همدا راز زیاته کړې ده، چې تراوسه پورې یې لس تنه پولیس او اربکیان وژل شوي، او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
طالبانو منلې ده، چې یو تن جنګیالۍ یې وژل شوی، او ۲ نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close