د بدخشان وردوج ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان عسکرو او طالب جنګیالیو نښته رامنځته شوه

کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
له سیمې څخه همکار خبر راکوي چې تېره شپه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په تیرګران نومې سیمه کې د طالب جنګیالیو له لورې د افغان عسکرو یو برید په شا وتمبول شو.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې په دغه جګړه کې ۱۲تنه عسکر وژل شوي دي او ۱۲تنه نور یې ژوندي نیولي دي، او یو شمېر نور د تیرګران په غره کې تر محاصرې لاندې دي.
مجاهد د ۲میله پیکا ماشیندار او ۲۴میله نورې وسلې د لاسته راوړلو خبر هم ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close