د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ هم طالبانو ونیوله

کابل ټکی کام ۰۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بدخشان ولایت له وردوج ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالب وسلوالو د دغې ولسوالۍ مرکز هم ونیوو.
خبر زیاتوي چې نن ماښام طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او دولتي تأسیسات هم نیولي دي.
ځايي خلک وايي چې طالبانو نن سهار وختي د امنیتي ځواکونو په مرکزونو جګړه پیل کړه چې په پایله کې یې ۲۳پوستې ونیولې.
او نن ماښام مهال یې د دغه ولسوالۍ مرکز او ګڼ شمېر نظامي مهمات یې هم نیولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close