د بدخشان په راغستان کې طالب وسلوالو د ملي امنیت ۵ پوستې ونیولې

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

نن سهار وختي د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي امنیت ۵ پوستې تر برید لاندې راوستې.

د برید په پایله کې د ملي امنیت ۵ پوستې، درې لویې سیمې (خمبيل بالا، خمبيل پائين او سردشت) د طالب وسلوالو لاسته ولوېدې.

ځایي خلک وایي چې طالب وسلوالو مواصلاتي لارې تړلي څوک نشوي کولای چې له دې لارو څخه استفاده وکړي.

اوس هم جګړه دوام لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close