د برتانیې ملي کتابتون په طالبانو پورې اړونده اسنادو له ساتلو انکار کړی

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د برتانیې ملي کتابتون چې د سوونو کالو را پدېخوا د هر هېواد لرغوني اثار پکې خوندي ساتل شوي دي، په طالبانو پورې اړونده اسناد له خوندي ساتلو څخه یې مخ اړولی دی، او نه غواړي چې د طالبانو په اړه پراخه او هر اړخیزه معلومات د یادښت په ډول وساتل شي. د افغانستان د جهادي مقاومت ټول اثار چې د کمونستي نظام او روسانو سره افغان مجاهدینو مبارزه کړې ده، تر دوه نیم لکو قطعو او پاڼو پورې چې ويډیو هم پکې شته د ملګرو ملتونو د اثارو د ساتنې ادارې تر څنګ د برتانیې ملي کتابتون هم ساتلي دي. د کتابتون مسؤلینو د اثارو د نه ساتلو دلیل وړاندې کړی، چې کېدای شي د دې اثارو ساتنه په راتلونکي کې ترورېزم سره مرسته وکړي. د فرانس پرېس خبري اژانس د کتابتون د مسئولینو په وینا لیکلي چې په دې اثارو کې دا ډول مواد هم شته چې د ترورېزم د قانون سره په ټکر کې دي. یو برتانوي محقق الیکس ستریک چې د دې موادو په راټولوکې یې زیار ګاللی، فرانس پرېس ته یې ویلي، د کتابتون مسئولینو حیران کړی دی چې څرنګه یې په خوارۍ د راټولو شویو اثارو له ساتنې انکار وکړ. یاد محقق چې دا مهال په برلین کې دی وایي، که په راتلونکي کې یو افغان وغواړي د دې اسنادو په وسیله بهرنیانو ته د خپل هېواد د تېر تاریخ څرګندونې کولای شي.   که څه هم د برتانیې د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو محقق الیکس ستریک وایی د کتابتون د مسؤلینو دا عمل د خندا وړ دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close