د بریښنا ریاست: د طالبانو او د سیمې د خلکو غوښتنې منل شوې، ژر به بریښنا بیرته وصل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)

د بغلان د بریښنا ریاست وایي چې د سیمې د خلکو او طالبانو سره جوړ جاړي ته رسیدلي او ژر به د بریښنا د بیرته وصلولو چارې پیل کړي.
طالبانو وړمه ورځ پر پلازمینه کابل باندې د ازبکستان وارداتي بریښنا له دې کبله پریکړې وه چې دولتي چارواکو هغو سیمو ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي د بریښنا په ورکولو بندیز لګولی و.

که څه هم نن سهار د “دهن لرخاب“ پر سیمه چې د بریښنا لینونه پکې پرې شوې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات وشول خو امنیتي ځواکونه ونه توانیدل چې یادې ساحې ته د بریښنا انجینران داخل کړي .
د بغلان بریښنا ریاست رئیس سلطان احمد عزيزي پژواک ته ویلي چې د سیمې څو مخور یې طالبانو ته ورلیږلي او هغوی ورته د بریښنا د وصلیدو مشروطه اجازه ورکړې “طالبانو، قومي مشرانو ته ويلي چې د برېښنا رياست کارکوونکي دې راشي، د برېښنا مزي دې وصل کړي، موږ مشکل نه لرو، خو هغو کليو ته دې برېښنا ورکړي چې ورباندې قطعه شوې ده“
طالبانو د سنګ سوراخ، کره ډګه، علي خېل، زهرابي او کمره کليو لپاره د برېښنا د بیا ورکولو په شرط کابل ته د بریښنا له لیږد سره موافقه کړې.
د حاجي عزیزالرحمن په نامه دسیمې یو مخور رسنیو ته ویلي؛ دسیمې یو شمېر قومي مشرانو د برېښنا شرکت له مسوولینو سره لیدلي او هغوى ورته ويلي چې له سروې وروسته به يو شمېر کليو ته بیرته برېښنا ورکړي.
پر پلازمینه کابل باندې د بریښنا پریکولو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي و، چې ټاکل شوې ده ژر به بیرته وصل شي.
طالبانو ویلي چې د هیڅ رغنیزې او تولګټې پروژې مخالفت نه کوي ، خو د دولتي چارواکو دوه مخي چلند متقابل غبرګون ته اړ کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close