د بشري حقوقو د څار سازمان: افغان حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د بشر حقونو په اصلاحاتو کې پاتې راغلی

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د بشر حقوقو د څار سازمان له لورې په کلني نړیوال راپور افغان حکومت په ۲۰۱۵م کال کې د بشري حقوقو اړوند مسایلو په اصلاحاتو کې پاتې ښوول شوی دی.
د یاد سازمان په راپور کې دا منل شوي چې افغان حکومت یوازې د ملېشو کنټرولولو، د فساد په را کمولو، د ښځو او رسنیو د حقوقو په پراختیا او عدلي او قضايي اصلاحاتو کې یو څه اندازه پرمختګ کړی دی.
راپور افغان محلي پولیس او ملېشې هم په جنسي تېریو، چور او غیر قانوني وژنو تورن کړي دي.
راپور کاږي چې «په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت د پخوا په پرتله نور هم خراب شوی دی.»
راپور راغلي، که څه هم افغان حکومت په جګړو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچې په را کمولو کې ډېرې هلې ځلې وکړې، او ډېری ملېشې یې بې وسلې کړې، خو کوم تیری چې د امنیتي ځواکونو له لورې پر ولس تر سره کیږي، د هغې د مسئولیت د نه اخیستلو له کبله د افغان حکومت هلو ځلو ته زیان رسېدلی دی.
د راپور په لیکنه چې د حکومت په وړاندې د طالبانو د بغاوت او د امنیتي ځواکونو د بد چلند له کبله افغانان په دولت بې باوره کړي دي.
راپور لیکلي چې د طالبانو تر منځ پر مشرۍ اختلافات د داعش او نورو ډلو په ګډون د ملکي وګړو په وړاندې بریدونه زیات کړي دي او هم ور سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
په راپور کې افغان حکومت د بشري حقونو سر غړوونکی دولت ځکه یاد شوی دی چې په وینا یې دولتي چارواکي خبریالان او رسنۍ ګواښي، د داخلي جګړو له کبله د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمېره له یو میلیون کسانو لوړه شوې، په محلي پولیسو کې ماشوم ته ځای ور کړل شوی او یو شمېر نور لاملونه دي چې افغان حکومت یې له وجې یو کمزوری دولت یاد شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close