د بشري حقونو څار اداره: د جنیوا ګډونوال دې افغانستان کې حقايقو ته نظر وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)

ټاکل شوې چې د جنيوا غونډه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه د سویس په جنيوا ښار کې د ملګرو ملتونو او افغانستان په کوربه توب جوړه شي.

ويل شوي چې په دغه کنفرانس کې به د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني په ګډون د دوه شپيته هېوادونو د بهرنيو چارو وزران او پنځه دېرش نړيوالو مرسته کوونکو ادارو استازي هم ګډون وکړي.

که څه هم د ولسشمر غني وياند هارون چخانسوري وايي، په دغه ناسته کې د نويو مالي مرستو ژمنه نه کېږي يواځې (د خلکو پر وړاندې د حکومت ژمنې او د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنې څېړل کېږي).

خو له بله پلوه د بشري حقونو د څار اداره وايي، په جينوا کنفرانس کې ګډونوال دې يواځې هغه دوسيې نه ګوري چې د افغان حکومت له خوا ورته په ميزونواېښودل کېږي بلکې په افغانستان کې روانو حقايقو کې ته دې هم نظر وکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې په يوه مقاله کې د جنيوال له ګډونکوونکو غوښتي چې په يواځې هغه دوسيې مه ګورۍ چې افغان حکومت يې درته په ميزونو ږدي بلکې په افغانستان کې له روانو حالاتو او حقایقو هم ځان خبر کړۍ.

دغه اداره وايي، د ملي يووالي حکومت له پیله تر دې دمه زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، نا امني زياته شوې، طالبانو جګړې شديدې کړي او د ښځو د حقونو برخه کې د حکومت ژمنې تر ډيره نه دي عملي شوي.

د بشري حقونو څار ادارې د جنيوا له ګډونوالو غوښتي چې دوی دې لومړی د افغان حکومت هغه ژمنې په دقيقه توګه وارزوي چې په بروکسل او يا نورو ورته ډول کنفرانسونو کې يې کړي، له هغې وروسته دې بيا ځلې خپلې پريکړې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close