د بشر حقوقو د څار سازمان له افغان حکومت څخه د میدان وردګو د روغتون د ناروغانو د قاتلینو د محاکمې غوښتنه کړې

کابل ټکی کام ۰۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو ورځې وړاندې د سلواغې په ۲۸مه د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د تنګي سیمې په بازار کې د سویډن مؤسسې له خوا په یوه جوړ شوي روغتون باندې چاپه ووهل شوه، او څلور بستر مریضان یې ووژل، او د روغتون نور کارمندانان یې سخت وډبول.
دغه روغتون چې د سوېډن کمېټې له لورې جوړ کړی شوی وو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دغه روغتون برید یوازې پر افغان ځواکونو پورې کړ.
دا مهال د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې د میدان وردګو ولایت د یاد روغتون په اړه دې د ملي اردو عملیات وڅېړي.
دغه سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې په یاده پېښه کې دې لاس لرونکي باید محاکمه کړی شي.
د بشر حقوقو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې لپاره مشره پتریشیا ګوسمان له ولسمشر غشرف غني څخه د غوښتنې په توګه ویلي دي، تر څو دا پیغام خپلو ځواکونو ته ورسوي، چې د روغتون د ناروغانو وژونکي دې محاکمه کړي.
باید ووایو چې وړاندې هم امریکایي عسکرو د افغان عسکرو په ملتیا په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه، چې تر سلو زیاتو عامو وګړو او د روغتون کارمندانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
دیادولو ده، کله چې هم امریکایي او افغاني عسکر په ګډه پر عام المنفعه ځایونو برید کړی دی، نو تور یې یوازې پر افغاني عسکرو پورې کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close