د بشر حقوق د چا لپاره؟

  ليکوال: سيف الله ((ساجد))

د بشر د حقوقو درواغجن سازمان او ټولنه، چې درواغجنو مدعيانو يې د خلکو غووږنه ورکاڼه کړل. دوی د کوم بشر د حقوقو ساتنه کوي؟ ايا دوی رښتيا هم د بشر د حقوقو ساتندويان دي؟ راځئ په دې خبره لږ غور وکړو، چې دوی د کوم بشر د حقوقو ساتنه کوي  که په افغانستان کې له کومې مېرمنې سره په کليوالو سيمو کې لږ ظلم زياتی وشي، هغه هم د خلکو د ناپوهۍ له وجې يا د ښځې د سرکشۍ له وجې د هغې فرياد، چې بيا د دوی غوږونو ته ورسېږي د بشر حقوقو مدعيان د مطبوعاتو له لارې بيا زموږ غوږونه را کاڼه کړي، چې په افغانستان کې د ښځو په ضد تاوتريخوالی ده.
خو که چېرې امريکايان په ډک بازار کې لکه  د شاشهيد غوندې د انسانيت ضد عمل ترسره کړي پړه يې پر مخالفينو واچوي، دا بيا د بشريت ضد جنايت بولي جنايت ده خو د چا لخوا او چا تر سره کړ؟
دلته که اشغالګر امريکايان په بمونو الوزي دا د بشر ضد عمل ده، خو که يرغلګر امريکايان او اشرباڼي يې په نيمه شپه زما د کور دروازه په بم الوزوي، او بيا په ډېر وحشت زموږ د خوب او ارام کوټې ته را ننوزي زما کوچني ماشومان او تورسرې چيغې وهي او دوی يې يو بل طرف ته ټېل وهي؛ واړه ماشومان بوډاګان او تورسرې مو د ژمي په يخه هوا کې له ګرمې کوټې او بړستنې را باسي او هغوی د يخني او ډار له امله رېږدي او دوی په تروريستانو پسې ګرځي، بيا که کوم ځوان په لاس ورشي هغه د خپلې مور، مېرمنې سپين ږيري پلار په او تنکيو ماشومانو په مخ کې په مرميو ولي ايا له دوی نه پورته وحشت به چا په نړۍ کې کړی وي؟ ايا له دې نه به هم لوی وحشيان او تروريستان د ځمکې پر مخ شتون لري؟ ايا دا مظلومان هم د بشر حقوق لري او که نه؟ ايا دوی هم د بشريت په يوه څنډه کې ژوند کوي او که نه؟
په کابل کې په يوه بريد کې که يوه ماشومه ټپي کېږي يا وژل کېږي ډنډورې يې تر غرب او امريکا پورې رسېږي، خو په کليوالو سيمو کې چې په هره کوڅه او کور کې لسګونه او سلګونه يتيمان ببرسر او څېرې ګرېوان ګرځي، د بش او اوباما ديموکراسۍ ورنه خواږه پلاران اخيستي دي د دې غږ به کوم حقوق بشر واوري د دوی د مظلوميت اواز به څوک د نړيوالو تر غوږونو ورسوي؟ دې ببر سرو ته به څوک د اسرې لاس ور اوږد کړي؟
په صوات کې درواغجنه ويډيو خپرېږي، چې يوه ښځه په دُرو وهل کېږي ټوله نړۍ په غوغا راځي، خو که د واشنګټن د عدالت محکمې ته عافيه صديقي په داسې حال کې را وستل کېږي؛ چې د شکنجو، تعذيبونو او بېماري له وجې په پښو نشي درېدای امريکايي عسکر تکيه ورکوي او بيا د محکمې قاضي د بشر د حقوقو د عدالت په رڼا کې دې مظلومې ته د شپږ اتيا کاله بند سزا اوروي؛ او مسلمانه عافيه تنها دا الفاظ په خوله راوړي، چې (أُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ) د نړۍ په کوم ګوټ کې هېڅ بشر هم غوږ نه پرې ګروي، چې په کومه ګنا او ولې؟
د فرانسې په ډکه محکمه کې د اسلامي حجاب په ګنا د قاضي لخوا په مسلمانه خور مروا الشربيني باندې د چاقو اتلس ګوزارونه کېږي؛ او مېړه يې هلته ورته وژل کېږي، د بشر د حقوقو درواغجنه ميډيا په شور نه راځي د نړۍ د مسلمانانو د غيرت او اېمان وينې په جوش نه راځي څوک يې پوښتنه نه کوي د مظلوميت غږ يې هيڅوک نه اوري.
په زنګاوات کې د امريکايي وحشيانو لخوا تنکي ماشومان په نيمه شپه په چړو حلالېږي؛ بيا په بې رحمانه توګه تېل پرې شيندل کېږي او د اور دلمبو خوراک ګرځي، عاملين يې نر غوندې امريکا ته ځي او هلته ازاد ګرځي.
د بشر د حقوقو نړيوال سازمان خو تنها کفري نړۍ ته په بشريت قائله ده د دوی او د دوی د تبليغاتي ماشين د چلونکيو د حقوقو ساتنه کوي، او د هغوی غږ پورته کوي.
خو موږ دې درواغجنو سازمانو او ټولنو ته ضرورت نه لرو د عافيې خپې سلګۍ او سوي اهونه د کايناتو رب اوري؛ د زنګاوات په کباب شويو ماشومانو بل شوی اور به هېڅکله مړ نشي، د دې اور بڅري به تازه کېږي په هيبتناکو لمبو به بدلېږي خامخا به د ظالمانو تر ارامو محلونو رسېږي. د دوی معصومې ارواوې به خامخا په ظالمانو د ارام خوبونه حراموي؛ دا سوي بدنونه به په مسلمانانو کې د انتقام جذبه را ولاړوي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close