د بغداد په شمال کې ۱۸ کارکوونکي وتښتول شول‎

کابل ټکی کام ۱۱سنبله/۱۳۹۴

راپور : انصار

عراقي امنیتي چارواکو رسنیوته خبر ورکړی چې ناپیژانده وسلوالو د پلازمینې بغداد په  شمال کې د ودانیزو چارو ۱۸ کار کوونکي  تښتولي دي.

عراقي امنیتې پولیسو ویلي چې وسلوالو پوځي دریشۍ اغوستې وې، او د پوځ له یونوفورمه په ګټه اخیستنې سره  يې کارکونکي ناڅرګند لوري ته له ځانه سره بیولي دي.

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس د عراقي چارواکو په حواله ویلي چې دا کارکوونکي تر کي طبعه او په  یوه سپورټي ودانۍ کې یې کار کاوو چې د شپی لخوا په خوب ویده وو، وسلوال یې سرونو ته ورسېدل  او د وسلو په زور یې وتښتول.

تېر کال د عراق په موصل ښارکي ۴۶ تنه ترکي کارکوونکي داعش ډلې تښتولي وو چې درې میاشتې وروسته یې  را پرېښودل.

تراوسه دا نه ده څرګنده چې ۱۸ تنه کارکوونکي به کومې ډلې تښتولي وي؟

تر دې دمه یې کومې ډلې د تښتونې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close