د بلخ استازي: «که په شمال کې د دوستم د خپل سریو مخنیوی ونه شي، شمالي ولایتونه به نور هم نا امنه شي»

کابل ټکی کام ۰۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یو شمېر استازو جنرال دوستم تورن کړ، چې په شمال کې دولتي امکانات د خپل ګوند (جنبش) په ګټه کاروي.
دوی خبرداری ورکړ، که په شمال کې د دوستم د خپل سریو مخه ونه نیول شي، د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت به نور هم د خرابتیا په لور روان شي.
دغو استازو د دوستم د خپل سریو یو شمېر بېلګې بیان کړې، چې نوموړی په شمال کې په خپل سر ګومارنې کوي، او د خپل ګوند ګټې پالي.
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي ښاغلي فرهاد عظیمي وايي، چې د دوستم پلویان په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د پولیسو له پوستو او دولتي تأسیساتو څخه دولتي منسوبین باسي، او خپلې ملېشې پکې ځای پر ځای کوي.
په ورته وخت کې د شنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په جنرال دوستم غږ وکړ، چې په شمال کې دې خپلې ستونزې د زور له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې هوارې کړي.
د دوستم او په حکومت کې دننه د نورو ګوندونو تاوترېخوالی دومره زیات شوی دی، چې د یو بل پر خلاف وسله په لاس شوي دي.
لس ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د جمعیتي او دوستمي ملېشو د ځینو قومندانانو ترمنځ جګړه ونښته، چې د دواړو لوریو لسګونه کسان پکې ووژل شول.
همدا راز څو ځله عامو خلکو د رسنیو له لارې د جنرال دوستم له ظلم او وحشت څخه شکایت وکړ، مګر د ملي یووالي حکومت یې په اړه هېڅ غبرګون ونه ښودلو.
له بلې خوا د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد تینچ د عظمي دغه څرګندونې ردوي، چې ګواکي دوستم په شمال کې ګوندي ګټې پالي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close