د بلخ اوسېدونکي: سيمه ييژ پوليس بد چلند کوي د عشر او زکات په نوم له خلکو پيسې ټولوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل

د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي، چې سيمه ييز پوليس په ځينو کليو کې د عشر او زکات په نوم غلې او پيسې ټولوي.

دوی وايي محلي پوليسو سره وسلې دي او له خلکو په يوه او بل نامه پيسې اخلي، د عشر او زکات په نامه هم له خلکو پيسې ټولوي د سيمې اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د دې ستونزې مخنيوى دې وکړي.

په نوموړي ولايت کې د ولايتي شورا وکيلان په سيمه کې په بېلابېلو بڼو د سيمه ييزو پوليسو له خوا د خلکو د ځورونې په تړاو د ځينو پېښو پخلی کوي.

د بلخ ولايت په چمتال، چاربولک او شولګر ولسواليو کې د ملي پوليسو تر څنګ ځای ځای سيمه ييز پوليس هم د امنيت د ساتنې په موخه پر دندو ګومارل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ او چاربولک ولسواليو ډیری اوسېدونکي سيمه ييز پوليس په ناقونه کړنو تورنوي.

د چاربولک د نوي کوټ کلي اوسېدونکي فريد جان پژواک ته وويل، چې سيمه ييز پوليس کله ناکله د لارشکونکو په څېر خلک لوټي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خيراندېش رسنيووويل، چې په ځينو ولسواليو کې محلي پوليس او پاڅون کوونکي په خپل منځ کې وخت ناوخت جګړې کوي چې خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو برخو د ولسي خلکو شکايتونه اورېدل کېږي او وايي اربکي وسلوال او سيمه ييز پوليس بد چلند ورسره کوي.

دغه سيمه ييز وسلوال هغه بده پديده ده، چې په هېواد کې ډيری اطرافي سيمو خلک يې له بد چلند نه سر ټکوي او وايي چې د محلي پوليسو ليکو ته د مور و پلار ازار وهلي له کلي ولس نه شړلي او رټل شوي، چرسيان خلک ورستنېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close