د بمبار په دوام د جنازو حکومت

تبصره

په افغانستان کې چې زیاتره حکومتونو واکمني کړې، د سولې او امن پر ځای پکې جګړې، اختلافات، نیونی او وژنې شوې دي. خو د روسي او امریکایي غلامو نظامونو خپل پایښت د بمبار، وژنو او کورونو په کنډواله کولو پورې تړلي دی.

 په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ حکومت خو په بمبار او ولس-وژنه پایي. ټول افغان ولس یې مخالف.. خو غلام حکومت به تر څو په بمباریو او ولس-وژنو پایي؟ همدا ولس-وژنې دي چې د جان کیري حکومت یې پر ګړنګ درولی او ورځ په ورځ یې د پایښت شپې رالنډیږي.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د واده پر وراباڼو بمبار د ښځو او ماشومان وژل او ژوبلول هغه څه دي چې د دوو ډاکټرانو حکومت پکې خپل پایښت ویني.

 په افغانستان کې دمخه د داړه مارو، جګړه مارو او قصابانو حکومتونه هم تېر شوي، اما دومره بې رحمه بمبارۍ او وژنې پکې نه دي شوي لکه اوس چې یې د دې غلام حکومت هوایي ځواکونه کوي.

د تېرو قصابانو او ډاکه مارو واکمنو په نظامونو کې د حکومتونو د پایښت لپاره روغتونونه له وژل شویو او ژوبل شوو، نه وو ډک شوي، خو اوس د دوو ډاکټرانو په حکومت کې روغتونونه له وژل شویو او ژوبل کړل شویو ډک دي.

 د ننګرهار ولایت د شینوارو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې چې بهرنیو وحشي هوايي پوځونو پر وراباڼو بمبار وکړ، کرزي یې ننواتې وکړه، له غمځپلو کورنیو سره یې د مکر اوښکې له سترګو وڅڅولې. خو دا دوه ډاکټران د ولسي وژنو پر ویر د مکر اوښکې هم نه څڅوي.. د پلاوي لېږل یې معمول ګرځولی دی.

کورنیو او بهرنیو وحشانو د کندهار د معروف ولسوالۍ د واده د موټرونو په بمبار کې خوشحالي په ویر او ماتم بدله کړه. د یوه واده کورته د ډولۍ د راوړلو پر ځای یې له کورونو جنازې وایستلې، د خوشحالیو مراسم یې په ویر بدل کړل — هغه ماشومان چې د واده په نکریزو یې یوازې لاسونه سره کړي وو، هوايي وحشیانو یې تنې هم په خپلو وینو ور­­­­­سرې کړې.

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د ابوکلا کلي پر واده بمبار بیا بیا تکرار شو. دا څه ناڅاپې پېښه نه وه. داخلي او بهرني وحشیان تل خپل وحشت ته دوام ورکوي. خپل پایښت په ولس-وژنه کې ګوري.

 اوس به بیا دفاع وزارت سیمې ته پلاوی ولېږي. پلاوی به پخوانی راپور (طالبانو ولس سپر ګرځولی و) راکاپي او وزارت ته وړاندې کړي. خو، تر څو به دا وحشت دوام لري؟ تر څو به د بمبار په دوام حکومت د سولې د غوښتلو په نوم د ماشومانو، ښځو او د ودونو خوشحالي له کورنو د جنازو په ایستلو په ویرونو بدلوي؟

د دوو ډاکټرانو، خو په حقیقت کې د دوو قصابانو، په حکومت کې د هېواد په ټولو ولایاتو کې ولس د ویر او غم پر ټغر ناست دی. له هر کوره د ویر او ماتم ساندې اورېدل کیږي. خو کندهار په وار وار په ویر او ماتم بدل شو. په وار وار پکې وینې وبهېدې. د ژړۍ ولسوالۍ په چاودنه کې قبرکن لا له هدیرې کورونو ته نه وو تللي چې د معروف ولسوالۍ د ولسي وګړو جنازې هم له کورونو وایستل شوې.

دا حکومت په بمبار او جګړه پايي، خو تر کومه به دا وحشت دوام ولري؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close