د بمونو له بارانه د زاریو تر بارانه

آصف الله آصفي

لوستونکو ته به یاد وي چې څه موده وړاندې نړیوال استکبار او نړیوالی ترهګرې امریکا د طالبانو د ویرولو او د هغوی د غښتلي مورال د کمزوري کولو په موخه ډیر په شد او مد سره اعلان وکړ چې طالبان به ډیر زر د بمونو باران وګوري!!!!
او له دې اعلان په تعقیب یې بیا اعلان وکړ چې دومره شمیر الوتکې به د افغانستان حکومت ته ورکړي، بیا یې اعلان وکړ چې B52 الوتکې به هم یو ځل بیا د پخوا په څیر بې رحمانه بمونه ورول پیل کړي.
د دې اعلانونو پسې د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې طالبانو د سولې چانس له لاسه ورکړ، نور به هیڅکله طالبانو سره سوله ونکړي، ورپسې ټرمپ خپل تالي څټي هم وهڅول څو ورته څرګندونې وکړي، نو سملاسي اشرف غني د امریکا د لوډسپیکر په حیث اعلان وکړ چې طالبانو سره نوره سوله نشی کیدای، همدا راز ډبل عبدالله هم ورته څرګندونې وکړې او خپل تور مخونه یې د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړل.
خو دادی ومو لیدل چې د بمونو د باران پر ځای اوس د سوالونو او زاریو باران پیل شو، امریکا او ټرمپ هره ورځ همدا یوه خبره زمزمه کوي چې طالبان باید سوله وکړي، اشرف غني هم د لوګر د هاشم لیوني په څیر اعلان وکړ چې د سولې په اړه له خپلو پخوانیو ټولو شرایطو نه تیر دی، او طالبانو سره بې قیده او بې شرطه سولې ته تیار دی، اوس دا باران هره ورځ اوري خو د بمونو باران نادرکه دی.
په دې ضد او نقیض سیاست او موقف نیونې سره امریکا او ګوډاګي رژیم یې په نړیواله سطحه خپل ریکارډ مات کړ او خپل نیم تور او نیم سپین مخ یې نړیوالو ته په ډاګه شو.
نن یو ځل بیا د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتر په ناڅاپی توګه کابل ته راورسید او په خپله الوتکه کې یې خبریالانو ته وویل چې امریکا غواړی دا جنګ وګټي خو د جنګ ګټل یواځې په جنګ نه بلکې د سولې له لارې هم ممکن دی، نو طالبانو نه هیله کوو چې د افغان دولت سره سوله وکړي.
یوه بله خبره چې د یادونې وړ ده هغه دا ده چې امریکا او ګوډاګي اشرف غني تر ننه چیغې وهلې چې طالبان ترورستان دي، نو آیا ترورستانو سره هم څوک سوله کوي؟ او که ترورستان نه وي نو باید امریکا او اشرف غني همدغه راز د خپلو زاریو په باران کې د طالبانو څخه د بخښنی باران هم پیل کړي، ځکه چې هغوی ترورستان نه وو او ترورستان یې ورته ویل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close