د بهرنيانو وتل: اوږد مهاله اوربند او تلپاتې سوله

سرليکنه

تر ١٧ کلونو مرګونو جګړو وروسته، چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی او په افغانستان کې یې د جګړو اور بل کړی دى، په تېر کوچني اختر کې د طالبانو لخوا درې ورځني اوربند افغان ولس ته د امن اميد پيدا کړ.

 له ټول افغان ولس سره دا اميد پيدا شو چې که امريکايي او د امريکا په مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې نور بهرني اشرباڼي تاړاکګر له افغانستانه ووځي، اوږدمهاله اوربند او سوله رامنځته کېداى شي.

په کوچني اختر کې د طالبانو درې ورځني اوربند د غربي او په کابل کې د يو شمېر په کرايه اخستل شویو رسنيو د طالبانو پر خلاف هغه تبليغاتي خپرونې بې اغېزه کړې چې د افغان ولس د ذهنيتونو د اړولو په موخه  یې شپه ورځ پر ځان يوه کړې وه. د طالبانو اوربند افغان ولس ته ډېر څه ورکړل او په  ډېر څه یې پوه کړل. په دې یې هم پوهه کړل چې حکومت په ولس کې څومره بې باوره او طالبان څومره محبوبيت لري.

د طالبانو اوربند افغان ولس ته دا ثابته کړه چې طالبان د بهرنيو پوځونو او د بهرنيانو له ملاتړو سره په مقاومت بوخت دي او مبارزه یې ورځ په ورځ د کامیابۍ پر لور روانه ده. خو که سوله کوي، سوله یې تر جګړې هم کاميابه او افغان ولس ته د منلو ده.

د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان مرستیال، جنرال رچرډ، په پنټاګان کې د افغانستان په اړه يوې معلوماتي غونډه کې ويلي چې که په افغانستان کې اوربند دوام وکړي موږ به یې دوامداره ملاتړ وکړو.

 له دې دا ثابته شوه چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو په مقابل کې يواځې طالبان دي چې هم ورسره جګړه کوي او هم ترې د اوربند تمه لري او هم یې سوله د طالب مشرتابه تر مذاکراتو پورې تړلې ده.

د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان مرستیال ته دا ثابته شوه چې طالبان د هر څه واک لري.

ريچرډ غونډې ته وويل، په افغانستان کې په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند وشو، او ښه کامياب اوربند ؤ.

اوس د ټرمپ اداره په دوه لارو کې ولاړه ده: که له طالبانو سره جګړه کوي، له نورو پوځي تاوانونو سره مخ کېږي، او که یې نه کوي، دمخه به په نااعلان شوې ماتې له افغانستانه وتل اوس به لومړی په افغانستان کې خپله ناکامي اعلانوي بيا به د روسانو په څېر له افغانستانه سرټیټي وځي.

امريکا ته اوس يوه لار پاتې ده، هغه دا چې که غواړي له افغانستانه یې پوځونه سلامت ووځي، له افغانستانه دې د خپلو پوځونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي. او چې کله یې د لنډ مهاله مهالوېش له مخې ټول پوځونه له افغانستانه ووتل، په افغانستان کې به اوږدمهاله اوربند او تلپاتې سولې ته زمينه برابره شي. بيا به افغان پوځونه او طالب جنګيالي هغسې يو بل سره ورغاړې ووځي لکه د کمکي اختر په درې ورځني اوربند کې چې سره غاړه غړۍ شول.

امريکا، افغان ولس او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته دا ثابته شوې چې په افغانستان کې اوربند او سوله د بهرنيو پوځونو تر وتلو پورې تړلي دي. څه وخت چې بهرنيان له افغانستانه ووتل، په افغان حکومت او طالبان په خپل منځ کې پخپله د حل لاره سره پيدا کوي. کله چې ستونزې سره حل کړل شوې، سوله د جګړې ځاي نيسي او د هر حکومتي پوځي او طالب جنګيالي ګوته به له ماشې پورته شي.

اشرف غني دې اوس د طالبانو پر ځای له امريکا وغواړي چې له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو مهالوېش وټاکي. بيا به له طالبانو څخه غوښتنې ته اړتيا نه ليدل کيږي. اشرف غني ته پخپله هم جوته شوه چې طالبان څه وايي هغه په عمل کې هم ثابتوي.

که اشرف غني د ټرمپ په وينا عمل کوي چې پر طالبانو به فشار زيات کړو څو افغان حکومت سره خبرو ته غاړه کښېږدي، نو دا د دې مانا لري چې د امريکا تر څنګ اشرف غني هم هيڅکله نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي. طالبان په افغانستان کې  تر يو لک زياتو پوځونو په موجوديت کې د بهرنيانو فشار ته تسلیم نه شول. اوس چې زيات بهرنیان تښتېدلي دي څه فشار به قبول کړي؟

طالبان افغانان دي او افغانان  په زور نه اېل کېږي. که  ټرمپ د افغانانو تاريخ نه وي لوستی نو اشرف غني خو شايد لوستی وي. په افغانستان کې د روانې جګړې بندښت او سوله  يواځې او يواځې تر دې پورې اړه لري چې د بهرنيانو وتلو ته زمينه برابره شي، او بس..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close