د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

د ملي يووالي حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

کرزي په خپل استعفا لیک کې ویلي، په ګډ حکومت کې يې دنده په دې موخه پيل کړه چې د يوه فعال بهرني سياست په اډانه کې له ګاونډيو، سيمې او نړۍ سره د اړيکو له لارې د هېواد ګټې خوندي شي.

د حکمت خلیل کرزي په خبره دغو د نظر اختلافونو د ده لپاره کاري فضا محدوده کړې او د افغانستان د خلکو د لومړنیو حقونو د دفاع په برخه کې یې د ده د کار پر دوام منفي اغېز کړی دی.

کرزی وايي: “د ملي یووالي حکومت کې د نظرونو ژور توپیر راته د خدمت زمینه لا ډېره محدوده کړه… د خپل ولس ترڅنګ زما شتون ډېر اغېزناک او ګټور دی. په همدې موخه، زه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه له خپلې دندې څخه استعفا ورکوم”.

حکمت خليل کرزی په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشر غني له خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ټاکل شوی و.

له بله پلوه ويل کيږي چې نوموړی غواړي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي ځکه يې استعفا ورکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close