د بهرنیانو وتل له طالبانو سره سولې ته زمینه برابروي

 سرلیکنه

  ۱۷ کلونه وشول چې په افغانستان کې د بهرنیو یرغلګرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، چې تر ټولو زیات تاوانونه پکې افغان ولسي وګړو ته واوښتل او لا هم د جګړې په دوام سره اوړي.

په کابل کې د سولې په نامه جوړه شوې شورا کله ناکله د سولې نوم اخلي، خو د سولې په اړه د شتو فرصتونو پر ځای یې تراوسه پورې له لوړو ډالري معاشاتو ګټه اخیستې او بس.

تېره اونۍ چې د کابل پروسې په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو د ګډونوالو لخوا له طالبانو د سولې کولو غوښتنه وشوه، د سولې شورا هم غږ پورته کړ، ویې ویل: له طالبانو سره سوله، بهرنیانو ته له افغانستانه د وتلو زمینه برابروي.

د سولې په نامه شورا سولې ته خبره نږدی کړې ده، خو په وینا کې یې توپیر شته. هغه دا چې وینا یې سرچپه ده، که صحیح وینا وکړي، ټولې جګړې به ختمې او سولې ته به زمینه برابره شي. د سولې د شورا د وینا اصلې متن باید داسې وای: که بهرنیان له افغانستانه ووځي، سولې ته به زمینه برابره شي.

د سولې په نامه شورا تراوسه پورې دا نه ده درک کړې چې په افغانستان کې د جګړې لاملونه څه دي او د چا لخوا جګړه پیل کړل شوې ده. طالبان هیڅ وخت د جګړې په دوام خپل ولسي وګړي نه وژني. همدا امریکايي پوځونه دي چې د شتون له امله یې په افغانستان کې جګړه روانه ده، ولسي وګړي او کله ناکله یې هوايي  ځواکونه خپل ملاتړي کرايي پوځیان هم په پوستو کې بمبار کړي.

طالبان له هره فرصته ګټه ترلاسه کوي، هم له بهرنیانو سره د خپل ولس د دفاع لپاره جګړې ته او هم په افغانستان کې د امن او سولې لپاره د خبرو مېز ته حاضر دي. خو امریکا ده چې د سولې او تروریزم په نامه جګړې ته په یوه او بل نامه دوام ورکوي.

په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لار د بهرنیو پوځونو وتل دي. که بهرني پوځونه له افغانستانه ووتل او بهرني لاسونه لنډ شول، افغانان په خپلو کې جوړ او وروڼه وروڼه دي.

طالبانو هر وخت په افغانستان کې د سولې او جګړو د پای ته رسېدا لپاره خپلې د منلو وړ غوښتنې په ازادانه توګه مطرح کړې دي. هر وخت چې د طالبانو په غوښتنو عمل وشو، په افغانستان کې به بیا د جګړې لپاره هیڅ بهانه پاتې نه شي.

په افغانستان کې د سولې او امن لپاره اړینه ده چې بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي څو د افغانانو لپاره په خبرو کې، په سوله خبرو ته زمینه برابره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close