د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د شتون له امله د مسکو غونډه کې ګډون نه کوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱)

د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې نه غواړی د افغان سولې په تړاو د روسیې په پلازمینه مسکو کې په جوړیدونکې غونډه “فارمټ مسکو“ کې برخه واخلي.

وزارت ویلي، له دې کبله یادې ناستې ته استازی نه استوي، چې هلته رسماً طالبان وربلل شوي او په وینا یې چې “ په داسې ناسته کې د طالبانو شتون غیر ضروري ده، ځکه هغوی له افغان حکومت سره د مذاکراتو ژمنه نه کوي“

په خبرپاڼه کې راغلي، که طالبان وغواړي له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، په هرځای کې ورسره ګډون کولو ته اماده دي.
حکومت داسې مهال په یاده ناسته کې د نه ګډون پلمه کوي، چې تیره ورځ یې د امریکا له پریکون سره سم یاده ناسته تحریم کړه.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ګاونډي هیوادونه باید د داډول ناستو پر ځای پر طالبانو فشار زیات کړي څو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته اړ ایستل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومت په هغو غونډو کې چې طالبان یې هم ګډونوال و، له ورتلو ډډه کوي، تر دې وړاندې هم په ځلونو افغان حکومت او امریکا په ګډه هغه غونډې تحریم کړې چې طالبان رسمي وربلل شوي و.

باید وویل شي چې د روسیې غونډه به د راتلونکې میلادي میاشتې پر څلورمه نیټه په مسکو کې ترسره شي چې د امریکا په ګډون ۱۲ هیوادونه وربلل شوي و، خو د امریکا او کابل له پریکون سره د ګډونوالو هیوادونو شمیر ۱۰ ته راپریوتی چې مهم ګډونوال یې طالب استازي دي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close