د بډوډو (ګردو) دره

کابل ټکی کام ۲۱ زمری ۱۳۹۴

راپور قدرت الله حسین

د بډوډو دره هغه کلی دی، چېرته چې يو بالغ کس هم دواړه بډوډي نه لري، بلکې په يوازې يوه بډوډي خپل ژوندی پايي. د نيپال په يوه کلي «هوکسې» کې اوسېدونکي غريب خلک د خپلې خېټې د مړولو او کورنيو ته د خرچې پيدا کولو په موخه خپل بډوډي پلوري. د بډوډو خرڅولو کاروبار دلته دومره عام دی، چې دې کلي ته د «بډوډو دره» ويل کېږي، په کلي کې يو بالغ کس هم داسې نه شته، چې يوه ګرده يې نه وي خرڅه کړې. په کلي کې هغه دلالان يا منځګړي چې خلک بډوډو خرڅولو ته تياروي، ښه په زغرده چکر وهي او خلک هڅوي څو د خپلې غريبۍ د ختمولو لپاره بډوډي وپلوري، ډېر کله هغوی تش لاس نه راستنېږي، ځکه د کار اوس دلته عام دی او خلک د کافي اندازه پيسو په بدل کې خپل بډوډو پلورلو ته تيار دي. د سيمې د خلکو د وينا مطابق يو بډوډی د شاوخوا ۲ لکه نيپالي روپو (۲۰۰۰ امريکايي ډالر) په بدل کې خرڅېږي، چې له خرڅ وروسته د هند په جنوب کې په روغتونو کې ويستل کېږي. د يوې سروې له مخې د هند په دغه سيمه کې هر کال د بډوډو ويستلو شاوخوا ۱۰۰۰۰ عمليات ترسره کېږي او هر کال ۷۰۰۰ بډوډي په غير قانوني توګه په مالدارو خلکو پلورل کېږي. ويل کېږي، چې د ګردو ترلاسه کولو لپاره هلته خلک هم تښتول کېږي او بيا په دې پلمه چې يو ضروري اپرېشن ورته کېږي، بډوډی يې ويستل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close