د بیان ازادي د امریکا لپاره په اسلام او اسلامي فرهنګ د حملې ښه ذریعه ده!

عزام حقاني

د بیان ازادي د انسانانو د حقه حقوقو له ډلې نه یو ثابت انساني حق دی ، دا هغه حق دی چې په زریعه یې انسانان خپل مشروع حقوق تر لاسه کولی شي ، د دې په زریعه سره یو انسان له بدیو او ګناه څخه ژغورل کیدلی شي ، له دې حق څخه په استفادې د واکمن او آمیر دکړنو ښه اصلاح او سمونه کیدای شي. بالاخره دا هغه حق دی چې د نړۍ ټول قوانین  ورته په احترام قائل دي. غواړم  د بیان آزادي په اړه د اسلام مبارک دین او جاهلي ډیموکراسۍ موقف باندې لږ څه رڼا واچوم:

اسلام مبارک دین کې د بیان آزادي ته زیاته توجه او پاملرنه شوې ده ، یعني اسلام د هغې رأیې او بیان مخالف نه دی چې هغه د حق د اظهار او بیان لپاره وي بلکې د دا وړ رأیې پلوي او ملاتړی دی او هغه یو عبادت بولي او بیان ته یې خلک هڅولي او تشویق کړي دي که څه هم هغه د یو ظالم باچا او حاکم په مخکې وي او دایې یو بهترین او لوی جهاد بللی دی.

نو اسلام مطلقا د رأیې او بیان مخالف نه دی بلکې د هغې رأیې مخالف دی چې هغه ګمراه کوونکی او داسلامي ارشاداتو او اصولو په ضد وي.

معاصر جاهلي دین ډیموکراسۍ کې د بیان آزادې لا محدوده او مقیده نه ده ، ډیموکراسي کې هرچاته د رأیې او بیان حق ورکړل شوی دی  هر څه چې وایې بدون له قید او شرط څخه یې ویلای او ظاهرولی شي  صحیح وي او که غلط څوک یې مخ ته نشي دریدلی ځکه ډیموکراسۍ همدا حق ورکړی دی د دنیا هیڅ قانون یې محدودولی نشي.

له دې حق نه په استفادې کفارو په اسلام ، پیغمبر ، اسلامي شعائرو او الله باندې ډول ډول پسخندونه او مسخرې وکړې ، یعني که ووایو په اسلام باندې د کفارو د حملې ښه زریعه او وسیله همدا دبیان آزادي ده چې دوی وخت په وخت ورڅخه د مسلمانانو او اسلام په ضد کار اخیستی دی ، خو کله چې یو مسلمان بیا همدا ظالمان د عدالت میز ته راکشکاږي د ډیموکراسۍ پلویان چیغي او بغارې وهي ها دی د بیان په آزادي یې حمله وکړه.

غربیانو له همدې کاذبي بیان آزادي نه په استفادې یو ځل بیا د مسلمانانو په کلتور او فرهنګ وحشیانه او ناځوانمردانه برید وکړ. تیره ورځ امریکايي اشغالګرو ځواکونو د غزني په ولایت کې د اسلامي امارت د محلي رادیو ( شریعت غږ) مرکز د پنځو الوتکو په مټ د درنو بمونو په اورولو سره بمبار کړ.

په دې کار سره د دیموکراسۍ او دبیان د آزادۍ مدعیانو خپله اصلي څيره بربنډه کړه چې دوی په هيڅ ډول هم د خپل مخالف جهت نظر، غږ او رسنۍ ته درناوی نه لري، صرف د بیان له آزادۍ څخه په استفاده غواړي خپل نظریات، فرهنګ او اشغالګرانه موخي په نورو ملتونو باندې وتپي.

اصلا د دوی دښمني له اهل حق او اسلام سره نوې نه ده بلکې د حق له ظهور څخه تر ننه پوري راونه ده او تر قیامته به روانه وي ، کوم وخت چې حق راپورته شوی باطل یې په وړاندې دریدلی او له بیلابیلو لارو یې هڅه کړې څو د حق غږ کمزوری او له منځه یوسي.

کله یې اهل حق په خوږو خبرو چل او دوکو خطاء کړي او دوی خپل مقصد ته رسیدلي ، کله یې د حق او اهل حق په وړاندې ښکاره دښمني اعلان کړې له هرې ممکنې لارې یې کوشش کړی څو حق له منځه یوسي خو ولې الله نامراده کړي او کوې به یې ، حق ته یې پرې غلبه ورکړې او ورکوي به یې. ان شاءالله

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په وړاندې هم مشرکانو له ډول ډول حربو کار واخیست څو د حق اواز خاموش کړي هغه وخت کې هم مشرکانو د بیان ازادي څخه په استفادې په مسلمانانو هر ډول ظلم روا او خپل حق ګاڼه خو ولې که “بلال” د حق اواز پورته کاوه په سرو او ګرمو شګو سره لمر ته په سخته ګرمي کې تر لویه او درنه ډبره لاندې اچول کیده څو د حق غږ پورته نه کړي خو دوی ونشوای کړی حق له منځه یوسې بلکې خپله د حقانیانو لخوا سرکوب شول او الله حق ته بریا او کامیابي ورکړه.

نن هم د وخت مستکبرین ( امریکا او متحدین)  یې هر جنایت د بیان آزادي تر عنوان لاندې په مظلومو مسلمانانو کوي، خو که مسلمانان یې په غبرګون لاس پوري کړي د بیان د آزادۍ ناقضین بلل کیږي.

په افغانستان کې د غربیانو په سوونه محلي او نړیوالې راډیوګانې ، ټلویزونونه، اخبارونه مجلې او ورځپاڼې شپه او ورځ د افغانانو د اصیل اسلامي فرهنګ او کلتور په ضد غربي فرهنګ،  دود او عنعنات د بیان آزادې تر عنوان لاندي نشروي او خپروي. خو د مسلمانانو یوه نسبتا وروسته پاته ناچیزه راډیو چې افغانانو ته د اسلام غږ رسوي دین بیانوي ، تر سختو حملو لاندې نیول کیږي او بیا په دې ناوړه او بد عمل باندې په بې شرمۍ سره افتخار هم کوي. ظالمانو ستاسو دې عمل دا واضحه کړه چې تاسو د مجاهدینو غږ نشئ زغملی نو نظام او حکومت خو یې بیخي درته د زغمولو نه ده. د بیان ازادي ډنډورچیان نن چیري دي چې اواز پورته کړي چې دا برید په په ټول اسلام برید ده د اولس په ژبه او سترګو برید ده او په افغاني فرهنګ او کلتور برید دی.

هو اوس افغانانو ته واضحه شوه چې دلته کفر د کفر فرهنګ ،  کلتور او رسم رواج د نشرولو یوازنۍ او ښه لار د بیان ازادي څخه استفاده ده خو که چا یې مخه نیوله هغه د بیان د آزادۍ ماتوونکي بلل کیږي چې په وړاندې یې هرڅه جائز دي.

اوس ټولو هیوادوالو ته واضحه شوه چې له ډیر زلیل دښمن سره مو مقابله روانه ده چې خپلو لاسونو جوړو کړیو اصولو ( بیان آزادي)ته هم ژمن نه دي.

اخیر کې وایم

په فزیک کې د نیوټن د قانون په اساس چې هر عمل عکس العمل لري.

بیا مو چیغي او بغارې وا نه ورو چې په بیان آزادې یې ولې حمله وکړه ، هغه شاعر څه ښه ویلي دي  ” ګریوان مې پریږده  که په ځان دې خپل ګریوان لوریږي ، دومره مې ووهه چې څومره دې  په ځان لوریږي.

خامخا به ددې  جنایت انتقام اخستل کیږي.

ان شاء الله

وماذالک علی الله بعزیز

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close