د بې سرحده ډاکټرانو موسسه: مونږ د امریکا هیڅ ډول مرسته نه منو

کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ امریکا اعلان کړه چې د کندز ولایت په روغتون کې د وژل شویو کورنیو ته به پیسې ورکوي.
د بې سرحده ډاکټرانو موسسې پرون ویلي وو چې په کندز ولایت کې د خپل روغتون د بیا مرمت کولو لپاره د امریکا د حکومت هیڅ ډول مرستې او پانګونه نه مني.
یاده اداره وايي چې اګر که لا نه پوهېږي چې امریکايي ځواکونه په یاده پېښه کې ګرمه ده او کنه خو د مرستو ترلاسه کولو ته تیاره نده.
د کندز ولایت په یاده پېښه کې د ۱۲ بې سرحده ډاکټرانو په شمول۲۲ تنه وژل شوي و.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close