د بې سرحد ډاکټرانو مشر وايي چې د کندز د روغتون پېښه باید د جنګي جرمونو په چوکاټ کې وڅېړل شي

کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

د بې سرحده ډاکټرانو مشر «کرستوفرسټاکس» وايي، په کندز کې د دوی پر روغتون د امریکا له لورې شوی بمبار، چې  امریکا خپله تېروتنه وبلله، ستر جنگی جرم یاد کړی دی.
دی وایي چې زمونږ پر روغتون د امریکایي ځواکونو له لورې شوې حمله تېروتنه نه وه، باید دا پېښه د جنګي جرمونو له پلوه وڅېړل شي.
د اسوشېټډ پرېس خبري اژانس د بې سرحده ډاکټرانو له مشر«کرستوفرسټاکس» سره په خپله مرکه کې وویل چې دغه حمله چې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د اکټوبر په درېیمه نېټه را منځته شوه، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله، باید د جنګي جرم په توګه و څېړل شي.
سټاک په مرکه کې وویل چې د بمبارد پراخوالی او وېجاړتیا نه دا مالوميږي چې دا تېروتنه نه بلکې یو جنگی جرم وو، دی وایي چې له افغان، امریکایي او ناټو چارواکو سره یې تماسونه نیولي وو چې تر څو بمبارد ودروي خو پر روغتون بمبار یو ساعت وخت ونیوو.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل د کندز د روغتون پېښه یوه تېروتنه بللې وه، او ویلي وو چې افغان ځواکونو ورڅخه د بمبار کولو غوښتنه کړې وه.
خو افغان ځواکونو له مالوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close