د بې پولې ډاکټرانو اداره لا نا امیده پاتې ده

کابل ټکی کام۰۲عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
څو اونۍ وړاندې امریکایي بې پیلوټه الوتکو د کندز پر روغتون یو ناترسه هوايي برید ترسره کړ، او د روغتون ډاکټرانو او نورو کارکوونکو ته یې په زیاته اندازه مرګ ژوبله واړوله، چې امریکا هم  دغه پېښه خپله خطا وبلله.
خو د بې پولې ډاکټرانو د روغتون مشر اونۍ وړاندې روغتون ته له نږدې څخه د کتلو لپاره ورغی چې د خبریالانو د پوښتنو په ځوابولو کې یې وویل: پر روغتون د بمبار نښې داسې نه مالومیږي چې په خطا سره دې شوی وي.
د بې پولې ډاکټرانو مشر د وینا له مخې کله چې امریکايي ځواکونو د دوی پر روغتون بمبارد کولو، نو دی په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره په رابطه کې شو، تر څو د خپلو کارکوونکو او په روغتون کې د ناروغانو ژوند خوندي وساتي، خو بدبختانه بمبار وشو.
دا دی اوس پرون بیا د  بې پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړ چې د امریکاځواکونو د بمبارد له کبله یې یو بل ټپي شوی کارکوونکی هم د سختو ټپونو له وجې ومړ.
تېره اونۍ امریکايي ځواکونه پدې موخه  روغتون ته ننوتلي وو، چې د برید شواهد له منځه یوسې، او دا برید یو خطايي برید یاد کړي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې ده، چې دا برید بشري جنایت دی او که نه!؟
دوی هغو دولتونو ته چې په جګړو کې ښکېل دي د ګواښ په ډول یادونه کړې ده  که چېرې بې پرې څېړنه  ونشوه او جنایت ته جنایت ونه ویل شو نو مطلب دا شو چې مونږ هغه دولتونو ته چې په جګړه کې دي په لوی لاس د جنایتي بریدونو سپین چیکونه ورکوو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close