د تاريخ شل بد رنګې څیرې، چي هر يوه يې د غټې ګناه اساس او تهداب ايښى!

ژباړه: عبدالرحمن محمود
۱- قابيل
قابيل د دنيا په تاريخ کې اول هغه څوک و، چي د قتل اساس او بنياد يې کيښود.
۲- شاول الطرسوسي(پولس)
دا بدبخته اولنی شخص و ، چې مسيحيت او نصرانيت يې د وحدانيت څخه تثليث ته را واړوه او د الله جل جلاله ذات يې د اقانيم ثلاثة څخه مرکب وبللو، چې يو الله بل عيسى بل جبرائيل دى. تعالى الله عمايقول الظالمون علوا کبيرا.
۳- عمرو ابن لحي الخزاعي
دا د مکې مکرمې مشر او عزتمند شخص و، هره خبره يې عملي کيدله، چا يې مخالفت نشو کولاى، دا ملعون اولنى شخص و، چې د ابراهيم على نبينا وعليه الصلاة والسلام شريعت او مذهب يې د ” حنفيت ” څخه شرک او بت پرستۍ ته تحريف کړ.
۴- فرعون
ټول پر دې متفق دي چې فرعون په طغيان او سرکښۍ کې نظير نه درلود. دا بدبخته هغه څوک و چې د خدايي دعوه يې وکړه.
۵- نسطورس(بطريق القسطنطينية)
دا د مسيحيت او نصرانيت د عظيمې کلیسا ” کاتوليک” او د “کاتوليکانو ” د فرقې مٶسس بلل کيږي، چي نصرانيت يې له اصل څخه تحريف کړ.
۶- ديسقورس
دا بيا د مسيحيت د بلې فرقي ” ارتودوکس ” مٶسس بلل کيږي.
۷- نمرود ابن کنعان
دا د بابل بادشاه و او يو د هغه څلورو څخه و، چې پر ټوله مځکه يې حکومت وکړ او د خدايي دعوه يې وکړه. دا هغه نمرود دى چي د ابراهيم عليه السلام د سوځوٙلو امر يې وکړ،کیسه يې په قرآن کريم کې ذکر شوې ده.
۸- هلاکو
هلاکو هغه څوک و، چي عباسي خلافت يې ړنګ کړ او په بغداد کي يې قتل عام وکړ. دومره دينې کتابونه او رسالې يې اوبو ته وغورځولې چې حتى د اوبو رنګ يې بدل کړ، بالأخره داسې جرم نه و چې هلاکو يې مرتکب شوى نوي.
۹- عبدالله ابن سباء (ابن السوداء)
دا د يمن يهودي وو، دا ملعون هغه څوک و، چي هغه فتنه يې د مسلمانانو په مينځ کي خپره کړه چي 80000 زره صحابه يې کرام او تابعين يې په نتيجه کي په جنګ ” جمل او صفين ” کي په شهادت ورسيدل. او اول هغه څوک وو چي د روافضو د ” اثناعشريه ” ډلې تهداب يې کيښود.
۱۰- کارل ماکس
دا د کمونیزم او د هغې د مبادئو مٶسس بلل کيږي. شيوعيت يو لادينې فکر دى چي په ټولو أشکالو سره د اسلام سره ټکر لري.
۱۱- لينن.
دا هغه څوک وو چي د مارکسيزم فلسفه يې له کتابچې څخه عمل او واقع ته را وايستل، چي د اسلام اساس له مينځه وړي.
۱۲- قدار ابن سالف
دا هغه بد بخته دى چې د الله جل جلاله په کلام کې ورته ” أشقى ” ويل شوي دي، او د صالح عليه السلام معجزه ” اوښه ” يې عقر کړه يعني پښې يې ورڅخه پرې کړي او بيا يې ووژله، چي بيا ألله جل جلاله ده او دده قوم ته هغه عذاب ورکړ، چي نه له دوى نه مخکې چاته ورکړل شوی و او نه له دوى وروسته تر ننه پورې. په قران کريم کې يې يادوٙنه شوې ده.
۱۳- چارلس داروين
دا په اصل کي يهودي و، بيا يې وروسته په ګمراهۍ کې نوره ترقي هم وکړه او د الله ج له وجوده منکر شو. دا د مچانو (ملحدانو) معنوي پلار بلل کيږي، د الحاد مفکوره د همدغه بدبخته ابتکار وو.
۱۴- دفرانشکو هرنانديز
دا هغه هندی هسپانوی طبيب وو چي د ” تمباک ” له بوټي يې د نشې کار واخيست، او ټولې نړۍ ته يې دا دود را نقل کړ، چي تر ننه پوري اکثره خلک د ” سګريټو او نسوارو ” په عمل روږدي دي.
۱۵- جفري اهرست
دا هغه څوک وو چې د هند خلک ورته معتقد وه او ډير احترام يې ورته درلود. او ډير زر او مال و دولت به يې ورکاوه، مګر دې خائن د هغو د حسن اعتقاد په مقابل کي د ” بطاط ” په نامه خوراکې توکي ورکړل، چي زهر يې ورسره خلط کړي وه، بيا دى و تښيده مګر ۱۵ميلیونه انسانان يې د کوې ” جدرى” په ناروغۍ اخته کړه.
۱۶- بودا
دا د بودايت د مفکورې بنسټګر بلل کيږي.
۱۷-السامري
دا اول هغه شخص و، چې يهوديت يې د خپل هوا و نفس مطابق تحريف کړ.
۱۸-زردشت
دا د مجوسيت و مٶسس بلل کيږي.
۱۹- ادولف هتلر
دا هغه خونخوار او وحشې قاتل دى، چې د دویم نړۍ وال جنګ سبب بلل کيږي، چې په نتيجه کي يې تر ۵۰ میليونه زيات انسانان ووژل شوه.
۲۰- مصطفى کمال اتاترک
دې ملعون  عثماني خلافت نسکور کړ، چي تر ننه پوري بيا مسلمانانو ښه ورځ نه ده ليدلې او نه هم تر يوه بيرغ لاندې متحد شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close