د تاريخ په اوږدو کې د باطل له لوري دشهيدانو سپکاوی!

لیکوال: م. جمیل باور

عشق دی د خواږه جانان
سرې لمبې ګلزار او يار

پلونه د خبیب څاري
هسکه غاړه دار او يار

مست احساس عجیب جنون
یبلې پښې انګار او يار
تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوداسې زړه بګنونکي انځور لاس په لاس شو، چې پکې د امریکایانو ګوډاګیانو د فراه ولایت کې د یو شهید شوی طالب جسدسوځولی او نندارې ته یې ناست دي، دباطل په لاس لومړی ځل نه دی چې داسې ځورنکې پیښه مخې ته راځي، بلکې د حق او باطل ترمنځ د معرکې له پيله باطل لوري تل همداسې له بشري نورمونو خلاف کړنې ترسره کيږي.

د احد د سترې او تاريخي غزا پرمهال، چې لسګونه صحابه کرام پکې شهيدان شول، مشرکانو يې له شهادت وروسته په ډېر وحشت اندامونه ترې پرې کړل، چې د حضرت حمزه رضي الله عنه مبارک جسد سره هم داسې چلند وشو.

دغه راز د عرنيه قبيلې اتو کسانو په ظاهره ايمان راوړ، خو بيا يې په ډېره سپين سترګۍ، چل او دوکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم شپون شهيد او اندامونه يې ترې پرې کړل.

د تاريخ په اوږدو کې د کافرانو له لوري د مسلمانانو له بنديانو او شهيدانو سره دا ډول چلند څه نوې خبره نه ده، په اور سوځول، په ګرمو اوبو او تيلو کې غوپه کول او داسې نورو وحشتونو په سلګونه بېلګې موجودې دي.

په داسې حال کې چې د حق لپاره جنګېدونکي مجاهدین د جګړي په ډګر او له جګړې وروسته ټولو اسلامي او بشري نورمونو ته ژمن پاتې شوي دي، نه یې کله د مقابل لوري د وژل شويو سپکاوي کړی او نه یې هم نیول شويو سره له وحشت ډک چلند کړی، بلکي تل یې له اسیرانو سره داسلامي اوبشري قوانیونو سره سم برخورد کړی، د هغوی د زخميانو يې ډیره ښه درملنه کړې او تر توبې او ضمانت اخیستو وروسته یې په ښه عزت خوشي کړي دي.

اوس مهال په افغانستان کې د باطل او حق ترمنځ کېدونکې جګړه کې هم باطل لوري تل همداسې بشريت ضد کړنې کړي، خو د اسلامی امارت مجاهدين په بشپړ ډول بشري او اسلامي نورمونو ته ژمن دي.

دا ځکه چې طالب مجاهدین اسلامي روزنه، زړه سوی، ضمیر او وجدان لري، جګړه یې سپیڅلی جهاد دی او د همدې سپیڅلي هدف لپاره له کورونو راوتلي او خپل سرونه یې دالله جل جلاله د رضا لپاره د قربانۍ ډګرته وړاندې کړي.

خوبالعکس دطالبانو خلاف جنګیدونکي امریکايي ټټوګان هیڅ انساني ارزښت ته ژمن نه دي او تل یې له وحشیانه کرداره کاراخیستی.
البته موږ په ډاډ ويلی شو چې دا ډول کړنې هيڅکله د مجاهدينو حوصلې نشي ماتولي، بلکې د همدې مجرمينو په وړاندې د ملت کرکه او غوسه راپاروي او د دوی د ماتې پيلامه ګرځي.
داسلامي خپلواک اوسولیزافغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close