د کندوز پېښه د تاریخ فیصله

دهشتګر څوک دی؟!

حقیقت که تور؟

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب

سرونه شته خو سترګې نشته، چې حقیقت درک او وویني، خولې شته خو ژبې نشته چې واقعیتونه بیان کړي، زړونه شته خو بصیرت نه لري چې حق ته لار پیدا کړي.

د کندوز په غمیزه ولې نن ټوله مادي نړۍ غلې ده؟؟

شخصاً زه هېڅ کله نړیوالو ته په دغه نومونو نه یم قائل او نه به دغه ستر جرم وکړم، چې په لاندې نومونو باندې دا د انسانیت ستر جنایت کاران یاد کړم.

خو د نړیوالو په ژبه او اصطلاح د بشر د حقوقو اداره، بین الملل، نړیواله ټولنه، او په خپله لویه شیطانه، خونخواره امریکا چې ځان په نړۍ کې د سولې د استحکام علمبردار بولي، خو په حقیقت کې د بشریت ضد، د سولې دښمنه او د وحشت علمبرداره ده.

هغه امریکا چې په کندوز کې یې بې ګناه ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان په ډېر وحشت او دهشت شهیدان کړل، په همدې جنایت یې لا زړه نه شو یخ، د کندوز د غمونو ټغر لا هوار وو، چې په فاریاب کې یې د مظلوم ولس د واده د خوشحالۍ مراسم په وینو ولړل او مظلوم ولس یې د غم په غولي کېناوو.

اوس پوښتنه داده.

چې دهشتگر څوک دی؟!

پوښتنه اصلاً یوه ده، خو دوه تعبیره لري.

دهشتګر څوک دی؟

د دې پوښتنې یو تعبیر دادی:

حقیقي دهشتګر څوک دی؟

او د دې پوښتنې بل تعبیر دادی، چې امریکا څوک دهشتګر بولي؟!!

نو د امریکې په تعبیر دهشتګر څوک دی؟

د دې دواړو ځواب واضح دی، د اول تعبیر ځواب دادی، چې حقیقي دهشتګر اصلاً امریکا ده، د پوښتنې د دویم تعبیر ځواب چې امریکا چا ته دهشتگر وایي، ډېر واضح دی، که څه هم امریکا ظاهراً یوازې طالب د ځان دښمن او دهشتگر معرفي کوي، خو پېښه دا ده امریکا یوازې طالب نه، بلکې ټول مسلمانان، اسلام او حق پالونکي ټول افغانان دهشتګر بولي، خو د خپل شیطاني طلسم په کارولو سره یې د عامو افغانانو ذهنیت بدل کړی، حقیقتونه یې ترې ورک کړي او خپله دښمني یې ترې پټه کړې.

د ډیموکراسۍ په قاموس کې یې افغانانو ته مجاهد د دهشتګر په نوم ورپېژندلی، طالب یې دهشتګر او د افغانانو دښمن ورته معرفي کړی، ځان یې د افعانانو دوست تلقي کړی، ګواکي چې مونږ د افغانانو د سوکالۍ لپاره راغلي یو او دوی ته سوله راولو، له دهشتګرو څخه د دوی ساتنه کوو او وطن یې ورته ابادوو.

خو!!

د کندوز پېښې او دې ته ورته بلا ډېرو داسې پېښو دا حقائق رابرسېره کړي، چې امریکا د ټول افغانیت او اسلامي جامعې دښمنه ده او په حقیقت کې دهشتګره په خپله امریکا ده.

شیطانه امریکا په خپله دغه ادعا کې کاذبه ده، چې یوازې طالبان دهشتګر بولي او دښمني یی یوازې له طالبانو سره ده، بلکې د ټولو افغانانو دښمنه ده، فرد فرد مسلمانان او افغانان د ځان دښمنان او ټول له یوې مخې دهشتګر بولي، خو د شیطاني طلسم په کارولو سره یې له ولس څخه حقیقتونه پټ کړي، د ولس سترګو ته یې خاورې ورشیندلي، افغانان یې غولولي، طالب یې د ځان او ولس دښمن بللی او خپله دښمني یې ظاهراً یوازې له طالب سره رابرسېره کړې او ولس ته یې دغه له درواغو ډک نمایش ور ښودلی، خو پېښو او تاریخ د امریکې دغه ښکرور، شیطانی دروغ رابرسېره کړل، ولس ته الله جل جلاله د وخت په تېرېدو وشرمول، خپل کړه وړه او اعمال یې د نمایشي ادعاوو او ویلو مکذب ثابت شول، وخت د مکارې او شیطانې امریکا اسلام دښمنه او افعان دښمنه څهره رسوا کړه.

په دین او وطن مینو ګرانو افغانانو!!

خپل اصلي دوست او دښمن و پېژنئ! د امریکا په پوچو تبلیغاتو مه دوکه کیږئ، طالبان ستاسو د کور، کلي او وطن اصلي بچیان دي او ستاسو د دین، وطن او ناموس حقیقي ساتونکي دي، طالب ستاسو دی او تاسو د طالب یاست، خپل دښمن، لویه مکاره امریکا او د هغوی بې واکه غلامانو ته خپل فریاد مه وروړئ! هغوی ستاسو قاتلان دي، هغوی ستاسو د دین، وطن، سولې او ارامۍ دښمنان دي، هغوی ستاسو خوشحالي په غمونو بدلوي، هغوی ستاسو کلتور، رواج، عفت له منځه وړي او پر ځای یې بد اخلاقي او فحاشي راولي، تاسوخپل فریاد طالب ته ورسوئ، اسلامي امارت ته یې پېش کړئ، هغه چې ستاسو اوښکې پاکوي، ستاسو غم خپل غم بولي، تاسو ته د اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامي او سوله د خپلو سرونو په قربانولو سره راولي.

نو!! هغوی ته خپل فریاد ورسوئ!

موشت نمونه خروار تېر کال په کابل کې د مدني ټولنو د فعالانو له خوا د تظاهراتو په بهیر کې د مدني ټولنې یوه تن قصداً لوڅ او بربنډ په مظاهره کې ګډون وکړ، دا ولې؟ دا ځکه چې امریکا زمونږ او ستاسو په ټولنه کې دا ډول تهذیب رواجول غواړي، زمونږ او تاسو اخلاق او اسلامي ټولنې له منځه وړي.

مدني ټولنه دا مطلب چې مهذبه ټولنه، اخلاقي ټولنه، نه دا چې بربنډ نمایش وړاندې کړي، خو د دوی د مدني ټولنې دا حال دی، دا یې تهذیب او اخلاق دي، چې په افغاني ټولنه کې بربنډ انسان عام منظر ته راوباسي، دا کار اصلاً په اسلام، اخلاقو او افغانیت ملنډې دي اوبس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close