د تاریخ یوه بله پاڼه نږدې ده چې واوړي

د ابد نه د انسان فطرت آرام ژوند خوښوي.

نصیب ځدراڼ

د ابد نه د انسان فطرت آرام ژوند خوښوي. هر انسان دا غواړي چې ښه کور ولرم، با اخلاقه میرمن او بچیان ولرم، بچیان مې درسونه ووایي، چې مریضان شي په ښه طبیب یي علاج وشي، په خپلوانو عزیزانو کې یو ښه مقام ولرم؛ همدغه رنګ زرګونه خواهشات وي چې انسان د هغوی تر لاسه کولو لپاره منډې ترړې وهي. څوک د کاروبار لاره خپله کړي څوک په خپل وطن کې ورځنۍ مزدورۍ کوي، څوک نورو هیوادو ته مسافر شي تر څو چې دا خواهشات تر لاسه کړي. خو دا خواهشات هیڅ کله نه دي پورا شوي، دا معمول دی چې کله انسان یو منزل یا یو ارمان ته ورسیږي هغومره یي خواهشات زیات شي یعني حرص یې زیات تیږي.
انسان هیڅ کله داسې یو داسې شی نه خوښوي چې د خواهشاتو د پوره کولو په لار کې خنډ ورته جوړ شي. مثلاً په کاروبار باندي مصروف سړی دا نه خوښوي چې په یو داسې سفر لاړ شي چې چې کاروبار ترې پاتي شي او د تاوان سره مخامخ شي؛ یو محصل دا نه خوښوي چې د پوهنتون نه ډیرې رخصتۍ وکړي او په امتحانو کې ناکام شي.

په هر حالت اوس خپل اصلي هدف ته راځم دوې ورځې مخکې په ننګرهار کې د “مینه دار” په نوم یوه افغان شپاړس امریکایان و وژل او خپله هم وروسته د دوي په لاس په شهادت ورسیده. اوس مې یي انځور ته تر ډېر ځنډه وکتل فکر مې کاوۀ، چې اخر کومه هغه جذبه وه او کومه مینه وه چې دی یي مجبور کړ تر څو د خپل فاني ژوند خوندونه ته د پای ټکی کیږدي؟ څه شي به مجبور کړی وي چې دومره خواهشات تر پښو لاندي کړي او خپل شهادت تر ټولو لوی هدف وګرځوي؟؟ د امریکایانو سره چې مخامخ شوی وي د برید اراده یي ورباندي کړي وي څنګه به یې خپل بچیان سترګو ته نه وي دریدلې؟ څنګه به یې مرګ یا زندان سترګو ته نه وي تاو شوی؟ بیا به یي دا فکر څنګه نه وي کړی چې زما نه ورسته به زما بچیان، کونډه میرمن د چا رحم ته پاتې کیږي او یا به زما په نه موجودیت کې څنګه وخت تیروي؟ اخر د کوم مجبوریت په خاطر به د ژوند له ټولو خوندونو او خواهشاتو تیر شوی وي؟؟

پخواني خلک د خپلو ځوانیو صفت په داسې ډول کوي چې موږ به څو څو ورځې په غرو کې مزلونه کول، د زمریانو او لیوانو نه به هم نه ډاریدو، څوک وایي موږ به په ژمي کې یخ مات کړ او په یخو اوبو به لامبو وهله، ځیني بیا وایي ډوډۍ به نه وه او کاڼي به مو په خیټو پوري وتړل او ژوند به مو تیراوه؛ خو د ناټو د یرغل نه ورسته اوسنیو ځوانانو تاریخ بدل کړ. نړۍ ورته په تعجب کې ده. خپل مرګ خپله خوښوي اول ځان ته تلفات ور اړوي بیا دوښمن له منځه وړي( د خپل تن او ژوند په بیه دښمن ته مرګ ژوبله اړوي) وسلې یا امکانات یې خورا کمزوري دي، خو بیا یې هم دښمن په سرښندونکو بریدونو لیونی کړی دی. دښمن یې کله د ځان مرګي په نوم یادوي، کله وایي دغو اتلانو ته نشه ورکول کیږي، کله وایي ماغزه یې پریمینځل شوي یا “برین واشنګ” شوي دي!! یعني د تبلیغاتو له لاري سرښندونکو بریدونه بدنامول غواړي او وایي چې دا خلک (اتل استشهادیان او سرشندونکي غازیان) تیر ایستل شوي دي!! زموږ دښمن هغه څوک دی چې سپوږمۍ ته رسیدلی خو تر اوسه یې هغه ستنې نندارې ته نه دي وړاندي کړي چې یوه انسان ته یي ورکړي او هغه په دښمن داسې برید وکړي چې سل په سلو کې یي خپل مرګ یقیني وي د کومو ستنو چې دوی دعوه کوي، نه مو د دوی په لکونو عسکرو کې د یوۀ داسې عسکر ویډیو ولیدله چې د دولت یا ناټو د تبلیغاتو نه متأثر شوی وي او په خپل دښمن داسې برید ته تیار وي چې مرګ یي یقیني وي.

لیکنه را لنډوم او په لنډو جملو کې یې وایم چې: امریکایان او افغان دولت دا فکر کوي چې دوی به په زور په افغانانو خپله واکمني ومني او خپل مقابل کې ولاړ هر چاته د ترهګر یا طالب نوم ورکوي که په کور کې اوسیږي په بمبار کې یي له منځه وړي یا یي په چاپه کې زندان ته رسوي او که هجرت وکړي نو د پنجابي ټاپه ورباندي وهي. خو حقیقت د لمر غوندي روښانه دي چې دا جنګ د افغانانو د آزادۍ جنګ دی، دوی( د نړیوال کفر ماتوونکي غازیان) واشنګټن ته نه دي ورپسې ورغلي بلکې امریکایان او اوس اشرف غني له واشنګټن نه په دوی پسې راغلي دي. دا جنګ یي نه یواځي د طالب سره دی بلکې د افغان ولس سره دی، افغان ولس به کله د عسکرو په دریشۍ کې په دوي بریدونه کوي، کله به د طالب په جامه کې د دوی مراکز په موټر بم بریدونو له منځه وړي، کله به د دهقان په شکل کې په لارو، پولو، پټیو او سړکونو کې دوي په ځمکنیو ماینونو له منځه وړي.

دا داسې غیور ولس دی چې ځپل کیدای شي خو ماتیدای نشي، که په زور وي که په رضا، خو دا حقیقت دی چې ماتې او شکست تل د ظالمو او باطل پرستو یرغلګرو په برخه وي او داسې ښکاريږي چې د تاریخ یوه بله پاڼه تیاره ده چې واوړي په کومه کې چې د ناټو او د همکارانو یي ماته یي لیکل شوې ده، تاریخ بدلیږې او د انقلاب یوه بله څپه به دا موجوده یرغلګر هم ریز مریز زیر او زبر کړي، افغان ولس به دا ځل د درست نړیوال کفر د ماتولو ویاړ تر لاسه کړي، هغه هم ډېر ژر. ان شاءالله

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close