د تازه امریکایي روزونکو راتګ ته د ولسي جرګې او افغان چارواکو متفاوت غبرګونونه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فرید افغان)

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزارت د تازه دمو سلګونو ځانګړو روزونکو پیاده سرتیرو او هغوی ته دپراخو جنګي تجهیزاتو د لیږلو تر اعلان وروسته د افغانستان ولسي جرګې او افغان چارواکو په همدې تړاو متفاوت غبرګونونه ښوودلي.
افغان حکومت افغانستان ته د امریکایي روزنکو له راتګ څخه هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی، خو ولسي جرګې بیا د تازه دمو ځواکونو رالیږل بې ګټې بللي او هغه یې د جنګونو اور ته د پوکي ورکولو په معنا یاد کړي دي

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي، د دې ځواکونو راتګ د افغان عسکرو د روزنې لپاره اړین دي او په وینا یې چې د هغوی راتګ به د جنګ په میدان کې د دوی تلفات کم او مخالفینو ته به سخت ګوزار ورکړي.
رادمنش وویل؛ ‹‹سپکې او درنې وسلې زدکړې ته اړتیا لري له موږ سره پخوا هم د امریکایانو همکاري وه او اوس به هم وي››
د نوموړي په خبره، د امریکایانو د روزونکو همکاري ته جدي اړتیا لري او دهغوی ښه روزنه او مشورې د افغان عسکرو پر روحیاتو مثبت اغیز کوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي بیا د امریکا پر دې اقدام اندیښنه څرګندوي او په وینا یې چې د امریکایانو راتګ به جنګي فصل لا ګرم کړي او د سولې پر بهیر به ناوړه اغیز وکړي.
د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون رئیس محمد هاشم الکوزي وویل ‹‹ د نویو امریکایي ځواکونو راتګ د جنګ په معنا ده ››
ولسي جرګه وایي امریکا ، غواړي چې په خپل اشغالي شتون کې له افغانستان څخه د نا امنۍ ټغر ټول نه شي.
طالبانو هم د نویو امریکایي ځواکونو راتګ ته غبرګونو ښودلی دی او ویلي یې دي ‹‹ امریکا چې په یو لک عسکرو میدان ونه ګاټه په سوونو یی هم نشي ګټلای››
طالبانو دا یوه‹‹تبلیغاتي هڅه›› بللې او ګواښ یې کړی چې د افغان پوځ په لیکو کې یې سلګونه ‹‹نفوذي مجاهدین›› په بې صبرۍ انتظار کوي تر څو بر امریکایي عسکرو مرګوني بریدونه وکړي
د یادونې وړ ده چې د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ ویلي و، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو شمیر دوه برابره زیاتوي .

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close