د تبليغاتي جګړې نوى اړخ

هغه هيوادونه چې د نورو هيوادونو ارضي تماميت، قوميت، کلتور او مذهب ته يې سترګې پټې کړې وي، د يرغلګر په اړه يې په ستره کچه پلانونه جوړوي، چې په پلانونو کې لومړی رول استخبارات، تبليغاتي ادارې او وروسته يې نظامي مشاورين ادا کوي. په اصل کې د نورو هيوادونو تر ستونې تيرولو زړه لار همدا وه، چې يادونه يې وشوه، خو يو شمير هيوادونو چې د اصلي لوري پر ځای یې نوې لارې خپلې کړې دي او ګټه يې ترې ليدلې، د يرغلګرو هيوادونو په اصولو کې تغير موندلی دى.

که څوک د ملګرو ملتونو په وينا، ليکنې او اعلاميو باور ساتي، هغه خپل ځان او خپلو هيوادوالو ته دوکه ورکوي او په حقيقتونو سترګې پټوي، په نړې کې چې زورواکي هيوادونه هر قدم پورته کوي، دې ته د ملګرو ملتونو د اصولو نوم ورکوي، دا مهال په ملګرو ملتونو د زوراکو واکمني ده، چې هر څه يې زړه وغواړي، هغه پرې منلاى شي.

پرنګ د خپلې زوراکۍ پر مهال د افغانانو په مقابل کې له ټولو انساني، جنګي او اخلاقي اصولو سرغړونه کړې ده، په ١٨٧٩ز کال چې امير شيرعلي خان په مزار شريف کې وفات شو، افغانان په کمزوري جنګي حالت کې وو، پرنګ له موقع ګټه واخسته او له محمد يعقوب خان سره يې د ميچنۍ، کورمې او پشين په لاندې کولو روغه وکړه.

په ١٨٩٦ز کال روسانو د افغانستان شمالي سرحدونه د ګډو پلاوو له مشورو وروسته تسليم کړل، خو له کړې معاهدې سره سره يې پر افغانستان يرغل وکړ. همدا ډول طالبان د کفري هيوادونو خلاف وو، خو هغه حد ته نه وو رسيدلي چې ملګري ملتونو دې پرې بنديزونه ولګوي، دا چې په ملګرو ملتونو د امريکا ټيکداري وه، د ١٩٩٩ز کال په ستمبر مياشت کې يې د (١٢٦٧) قرارداد له مخې پر طالبانو بنديزونه ولګول او د امريکا تبليغاتي جګړې په زور سره خپله بڼه بدله کړه.

په ٢٠٠١ز کال د ستمبر په ١١ چې امريکا پر خپل تجارتي مرکز د بريد کومه بهانه جوړه کړه، په هغې کې يو افغان هم نه و، ١٩ واړه د امريکا لخوا ياد شوي بريدګر عرب وو، اما امريکا د طالبانو پر خلاف خپلو تبليغاتو ته دومره زور وکړى وو، چې په تاثر يې ملګرو ملتونو په پټو سترګو د ١٣٣٣ قرارداد له مخې پر طالبانو د ترهګرو کرښه راښکله، حال دا چې طالبان نه بلکې خپله امريکا په ترهلګري لاس پورې کړی، خو د تبليغاتي جګړې په اړخ بدلولو يې د نړيوالو ذهنونه د طالبانو پر خلاف بدل کړل.

تيره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند په (پتيخرګي) کلي کې طالبانو له بهرنيو او کورنيو عسکرو سره نښته وکړه چې افغان چارواکو پرې د خپلو تبليغاتو له مخې د عملياتو نوم کيښود. طالبانو ويلي چې ١١ حکومتي عسکر يې وژلي، خو حکومت تبليغاتي بڼه ورکړه او ویې ويل چې طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو او بهرنيو يا غلامو عسکرو تر منځ اکثر نښتې د بريدونو له امله کيږي، خو دومره تبليغات هم نه چې د سيمې اوسيدونکي په ځان پورې وخندوي. له بلې خوا اشرف غني چې د هلمند لښکرګا ته تللی و، رسنيو وليکل چې طالبانو يې په ميزايلو هرکلی وکړ، يعني اشرف غني يې نه ويشت بلکې خوا و شا يې ميزايل وويشتل.

که طالبانو په ميزايلو د اشرف غني تود هرکلی کړی وي او اشرف غني يا د غونډې برخوال یې نه ويشتل، بيا نو بهرني او افغان پوځونه ولې افغان ولس په بمباريو وژني؟ د دې نه دا ځرګنده شوه چې طالبان نه بلکې بهرنيو او داخلي عسکر د افغان ولس دښمنان دي، چې هره اونۍ او هره ورځ يې په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ولسي وګړي په نښه کړي وي.

که د جګړې او تبليغاتو اړخ بدل شوی وي، بيا دې اشرف غني اعلان وکړي چې له طالبانو سره نه بلکې له ولس سره يې جګړه ده او وژني يې؛ ځکه اوس خو د تبليغاتي جګړې اړخ بدل شوی، دوست ته دښمن او دښمن ته دوست ويل کيږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close