د تجارتي معاملې پر سر یو هندي سوداګر یو افغان سوداګر وژلی دی

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د کویټ رسنیو خبر ورکړی دی چې یوه هندي سوداګر له یو افغان سوداګر سره د تجارتي معاملې پر سر لانجه ونښته چې افغان سوداګر یې په چاړه وواژه.
د کویټي رسنیو د خبر له مخې چې د یاد هندي او افغان سوداګر ترمنځ د ۳۰۰۰کویټي درهمو چې ۳۹۰۰۰ډالر کیږي پر سر لانجه را منځته شوې وه.
په خبر کې راغلي دي چې افغان سوداګر پخپل کور کې وژل شوی دی چې هندي سوداګر وروسته له وژلو څخه هڅه وکړه چې تر څو مړی له کور څخه لېرې یوسي او پټ یې کړي.
د خبر له قوله چې کویټي کوربه له لورې دا واقعه لیدل شوې ده او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی.
له بلې خوا د کويټ د الوطن نومې ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې هندي سوداګر پر دې جنایت اعتراف کړی دی او پوښتونکو ته یې د یاد وژل شوي افغان سوداګر په اړه ویلي دي چې دی یې ۳۰۰۰درهمه پوروړی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close