د تحريک طالبان پاکستان نوی مشر وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۰) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، د ملافضل الله له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی.

پاکستاني رسنيو ليکلي، د طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته د هغه پر ځای د “عمر رحمان فاتح” يو بل کس د تحريک طالبان پاکستان نوی مشر ټاکل شوی دی.

د سرچينو په وينا، د نوي مشر د ټاکل کېدو پريکړه د پاکستاني طالبانو په يوه ګډه غونډه کې شوې ده.

ويل کېږي، عمر رحمان د پاکستاني طالبانو د مشرانو له ډلې دی او ملافضل الله ته نږدې کس ګڼل کېږي چې په ځينو بريدونو کې هم په لاس لرلو تورن پېژندل شوی دی.

تر اوسه د پاکستاني طالبانو له لوري د نوي مشر د ټاکل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

افغان او امريکايي چارواکو د پاکستاني طالبانو د وژل کېدو خبر تاييد کړی چې وايي په کنړ ولايت کې د دفاع وزارت په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

ولسشمر غني د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د ملافضل الله وژل تاييد کړل او په خپله رسمي ټويټرپاڼه يې وليکل: “ما د پاکستان له لومړي وزیر ناصرالملک او د دغه هېواد له لوی درستیز قمرجاوېد باجوه سره خبرې وکړې او د ملافضل الله وژل کېدل چې زموږ د استخباراتي ځواکونو د هڅو پایله ده تایید کړل”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close