د تخار اوسېدونکي: نامسووله وسله والو د خلکو ژوند تريخ کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د تخار ولايت اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت په مرکز تالقان ښار او يو شمير ولسواليو کې د نامسووله وسله والو مخ پر زياتېدونکو فعاليتونو د خلکو ژوند تريخ کړی دی.

دوی وايي، د نشه يي موادو مافيايي کړۍ، سيمه ييز زورواکي او تنظيمي قومندانان د دغه نامسووله وسله والو ملاتړ له ځان سره لري چې د مرکز په ګډون يې په ولسواليو کې هم امنيت ته ستر ګواښ پېښ کړی چې د خلکو په زورونو، د دولتي ځمکو په غصت او ظلمونه يې پيل کړي دي.

د مرکز تالقانو اوسېدونکی احمد جواد وايي، د دومره غير مسووله وسله والو فعاليت پوښتنه پيدا کوي چې ولې يې حکومت پر وړاندې اقدام نه کوي ترڅو د هغوی مخه ونيول شي او خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د جواد په خبره: “د جنايي جرمونو سربيره، قتل، وسله والې غلاوې، په داخل ښار کې غلاوې زياتې شوي، امنيتي ادارې بايد په دې اړه جدي اقدامات وکړي او هغه امنيتي ستونزې چې د تخار خلک ورسره لاس ګريوان دي باید ختمې شي.”

نوموړی وايي، تخار کې هيڅ امنيت نشته، چې شپه شي له يوې خوا مرمۍ راځي له بلې خوا راکټ راځي او دغه نامسووله وسله وال له یوبل سره نښتې پيل کړي چې ټوله شپه ترې خلک په ويره کې وي چې ډير يې خلک تنګ کړي دي.

که څه هم د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور دغه ستونزه تاييدوي وايي، په ځينو ولسواليو کې غير مسووله وسله والو ډير وحشي چلند کوي چې يو شمير يې بې وسلې شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

خو د تخار ښار اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه د غير مسووله وسله والو د بې وسلې کولو او د هغوی د ناوړه کړنو د مخنیوي په اړه دولت د پام وړ اقدام نه دی کړی زياتوي چې دا مهال هم د مرکز تالقان ښار د تورو ښيښو لرونکو موټرو کې غيرمسووله وسله وال فعاليت کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولايت کې د غير مسووله وسله والو له ناوړه کړنو څخه شکايت کوي بلکې تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې په تخار ولايت کې ۳۲ رينجر موټر له غير مسووله وسله والو سره دي او هغوی ترې د خلکو پرضد کار اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close