د تخار درقد ولسوالۍ په مکمله توګه د طالب جنګیالیو لاسته ولوېده

کابل ټکی کام ۰۶عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ څخه ځايي خلک خبر را کوي چې تېره شپه یوه بجه طالب جنګیالیو د دغه ولسوالۍ پر مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولې پوستې تر پراخ تعرضي بریدونو لاندې ونیوې، چې برید تر ۴ بجو پورې یې دوام وکړ، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولې پوستې په مکمله توګه د طالب جنګیالیو لاسته ولوېدې.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد د ولسوالۍ نیول تأییدوي او وايي چې په دغه عملیاتو کې ۱۲ تنه پولیس او اربکیان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور مرګوني ټپیان دي.
مجاهد د ۴عرادې رېنجرو، ۱زغروال ټانګ، ۲۴ میله کلاشنکوفونو، لوی ډيپو او د سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
مجاهد مني چې په جګړه کې د دوی ۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي او ۳ تنه نور ټپیان دي.
خو تراوسه پورې دولتي رسنیو یې په اړه څه ندي ویلي..

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close