د تخار والي وايي، د ګڼو ولسواليو امنيتي حالت ترينګلي دي

کاب ټکی کام ۳۰وږي/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د تخار ولايت سرپرست والي ويلي دي، چې د دې ولايت د ګڼو ولسواليو امنيتي حالات خورا ترينګلي دي او حکومت بايد ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

د تخار سرپرست والي عبد اللطيف ابراهيمي نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ويلي دي، چې له څو مياشتو راهيسې د دې ولايت د څو ولسواليو امنيتي حالات سم نه دي.

نوموړي زياته کړې ده، چې په دې اړه مو څو واره مرکزي حکومت خبر کړ او د مرستې غوښتنه مو وکړه، خو حکومت هيڅ هم ونه کړل، داسې برېښي چې حکومت تخار هېر کړی دی.

والي وايي، که حکومت دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه ونه کړي، داسې زيان به پېښ شي، چې جبران به يې ونه شي.

د هېواد په شمال ختيځ زون کې د اردو قوماندان خان محمد هم ويلي دي، چې په دې ولايت کې طالبانو ته په لوړه کچه تبليغات کېږي، خو نوموړي دا څرګنده نه کړه، چې د دې ولايت خلک هم ولې د نورو ولايتو په څېر له دولته لرې شوي دي او د طالبانو پر ننګه تبليغات کوي.

د تخار ولايت د چارواکو په قول اوسمهال د دې ولايت درقد، خواجه غار، اشکمش، دشت کلا، ينګي کلا او بنګي ولسوالۍ له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close