د تخار چارواکي: د طالبانو برید کې شپاړلس سرحدي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) د تخار چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو د چاه آب ولسوالۍ په نواباد سيمه کې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې يې اتلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تيمور وايي، د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې شپاړلس سرحدي عسکر وژل شوي، دوه ټپيان دي او شپږ تنه نور لادرکه دي.

نوموړی وايي، طالبانو په ياده سيمه کې ځينې پوستې، د عسکرو وسلې او د نواباد سيمه هم نيولې ده.

خو سيمه ييزې امنیتي سرچينې وايي، په بريدنو کې له شپاړلسو زيات عسکر وژل شوي او يو شمير نور طالبانو له ځان سره ژوندي بيولي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې ولسوالۍ مربوط د یتیم تپه په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو څلور پوستې نيولي، شپږ عسکر وژل شوي، يو شمير نور ټپيان دي او پاتې عسکرو تېښته کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د بريدونو په پايله کې طالبانو ديارلس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات نيولي او دوی ته پکې هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close