د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي ګازو نل لیکې د پروزې کار پیلولو امر کړی

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۷ ،۹۴ ۱۳ل)

قربانقلي بيردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشر د خپل هېواد دوو کمپنیو ته د ګازو نل لیکې پروژې د کار پیلولو امر ورکړ .

دغه فرمان چې د شنبې په ورځ ولسمشر بردي محمدوف صادر کړ، د دې پروژې عملي کار به په ډيسامبر کې پیل شي.

HwetDm4
قربانقلي بېردي محمدوف

په دغه پائپ لائن چې شاوخوا ۱۰ ميلیارده ډالر لګښت به ولري، ۱۸۰۰ کیلو مټره اوږدوالی لري د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي .

اټکل شوې ده چې دغه پروزه به په۲۰۱۸ميلادي کال پای کې  بشپړه شي .

او اوس مهال د ترکمنستان ډیر ګاز د چين هېواد ته ورکوي .

محمدسمیع سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close