د ترکمنستان ولسمشر محمد دوف سبا کابل ته راځي

کابل ټکی کام ۰۴سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار دولت ته نږدې منابعو خبر ورکړی چې سبا به د ترکمنستان ولسمشر  قربان اوغلي بردي محمد دوف کابل ته راشي. په راپور کې ویل شوي چې د ترکمنستان ولسمشر محمد دوف وروسته له هغې افغانستان ته سفر کوي چې، افغان ولسمشر ترکمنستان ته په خپل سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه سطحه په یو لړ مسایلو بحثونه وکړل، او په څو برخو یې لاسلیکونه هم وکړل. د ترکمنستان ولسمشر محمد دوف به په کابل کې د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره وګوري.  د ترکمنستان ولسمشر محمد دوف چې د خپل هېواد یو شمېر لوړ رتبه چارواکي یې هم په خپل سفر کې له ځانه سره ملګري کړي دي، د افغانستان د ځینو وزارتونو د وزیرانو او نورو لوړ رتبه چارواکو سره به هم وګوري. ټاکل شوې ده، چې د دواړو هېوادونو مشران به د برېښنا، سولې، د ټاپې د پروژې په اړه او په نورو مهمو مسایلو به سره خبرې وکړي، او په ځينو چارو کې به  لاسلیکونه هم سره وکړي. د افغان دولت دواړو مشرانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د ترکمنستان د لوړ رتبه چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو، اقتصاد، انرژي، ترانزیټ، فرهنګي، بشري مرستو او یو شمېر نړیوالو مرستو هم سره خبرې کړې وې، چې د یادو څانګو څخه یې په یو شمېر لاس لیکونه هم کړي وو. د ټاپې پروژه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بحث مهمه برخه ده چې له اقتصادي اړخه به افغانستان، پاکستان او هندوستان سره ونښلوي. د ترکمنستان د ولسمشر افغانستان ته په راتګ کې به د افغان دولت د دواړو مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي تر څنګ د اجندا له مخې په افغانستان کې د سولې او د نوي را پیدا شوې ډلې داعش په اړه هم خبرې وشي.   د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو ساتل به په منځنۍ اسیا کې د دوی لپاره اقتصادي برخه کې مثبته اغېزه وکړی چې د دواړو هېوادونو مشران به په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې لاسلیکونه هم وکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close