د ترکيې ساحل کې د افغان کډوالو کښتۍ ډوبه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۲)

د ترکيې ساحلي چارواکي وايي، چې تيره ورځ د افغان مهاجرو کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او پنځه نور لادرکه دي.

دغه پېښه د ترکيې هېواد په ازمير ولايت کې رامنځته شوې ده چې د چارواکو په وينا په کښتۍ کې يو عراقی او څوارلس افغانان سپاره و.

د ترکيې ساحلي ساتونکي وايي، په پېښه کې د درې ماشومانو په ګډون پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی زیاتوي چې دوه تنو د اوبو څنډو ته په لامبو ځانونه ايستلي او پنځه تنه نور لا هم لادرکه دي.

چارواکي وايي، دغه کسانو غوښتل چې په ياده کښتۍ کې ځانونه کوم اروپايي هېواد ته ورسوي.

د افغانانو په شمول، سوري، ايراني، پاکستان او عراقي وګړي د ترکيې له لارې هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي خو په سمندرونو کې د کښتيو د ډوبيدو له کبله تر دې دمه زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شميرو له مخې، دا مهال په ترکیه کې شاوخوا درې میلیونه سوري او شاوخوا ٣٠٠ زره عراقي او زرګونه نور افغان مهاجر ژوند کوي چې ډيری يې اروپايي هېوادونو ته د تللو په تکل په سختو سمندري لارو د تګ پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

په وروستيو کلونو کې لکونه افغانانو په هېواد کې د بې کارۍ، اقتصادي مشکلاتو او نا امنۍ له کبله خپل هېواد پريښی او نورو هېوادونو ته تللي دي چې زيات شمير يې په ايران، ترکيه او نورو هېوادونو کې لا هم تر سختو مشکلاتو لاندې ژوند کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close