د ترکیې او روسیې هوکړه؛ د نړیوالو له هرکلي سره مخ شوه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۷)

ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې جمهور رئیس ولادمیرپوتین تیره ورځ د روسیې په سوچي ښار کې د سوریې پر ادلب ښار د روانو پوځي عملیاتو د کنترول په موخه یو تړون لاسلیک کړ.
دا عملیات د بشارالاسد درژیم او د روسیې ځواکونو له خوا په همغږې توګه پر مخ وړل کیږي، څو په سیمه کې د جبهةالنصرة ډله وځپي او هغه سیمې چې یاده ډله پرې کنترول لري تر خپل حاکمیت لاندې راولي.
د یاد تړون ترمخه، د سوریې په ادلب ښار کې به د ۲۰_۱۵ کیلومتره مربع په اندازه یوه غیر نظامي سیمه د ملکیانو د ژوند د خوندیتوب په موخه ټاکل کیږي، چې روسي او سوري پوځیان او مخالفین به ورته هیڅ راشه درشه نه لري او د دواړو ښکیلو غاړو ترمنځ به د یوه حایل اهمیت و لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اغلو ویلي، د اکتوبر له پنځلسمې نیټې وروسته به له یادې غیر نظامي سیمې څخه ټول جنګي تجهیزات او وسایل ایستل کیږي چې د کال تر پایه به ټوله سیمه تصفیه او یادې سیمې ته ورغلې دوه لویې لارې به پرانیستل شي.
اوغلو ویلي، روسیې ژمنه کړې چې د اسد د رژیم پلوي ځواکونو ته به اجازه ور نه کړي څو یادې سیمې ته ننوځي.
ترکیې دغه راز ویلي، چې ادلب ته تازه دمي ځواکونه لیږي څو له دغه اوربند څخه له نږدې نظارت وکړي.
امریکا دا پریکړه ستایلې او دا یې یو ښه اقدام بللی.
ایران او اروپایي ټولنې هم د دې تړون هرکلی کړی او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close