د ترکیې د استانبول ښار چاودنه کې، ۱۱ کسان وژل شوي، ۳۶ ټپیان دي

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ترکیې د استانبول ښار د بسونو په تمځي کې د چاودنې له کبله د مړو شمېره ۱۱ کسانو ته او د ټپيانو شمېره ۳۶ کسانو ته پورته شوه.
نن د ترکیې د استانبول ښار د بسونو د تمځي سره د چټک غبرګون د پولیسو د سپرلۍ د موټر د تېرېدو پر مهال درنده چاودنه وشوه، چې ۱۱ کسان پکې ووژل شول، او ۳۶ نور ټپيان شول.
په وژل شویو کې ۷تنه پولیس هم شامل دي.
له چاودنې وروسته امبولانسونه او امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي، چې د مړو او ټپيانو په لېږدولو یې پيل کړی دی.
دغه چاودنه چې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده، ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم زیاته شي.
د دغې چاودنې هدف د پولیسو یو بس وو.
یو شمېر راپورونه وایي، چې چاودنه له ليرې د کنټرولېدونکي ماین په مټ ترسره شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې یو بس وېجاړ شوی دی، او ورته د نږدې وداینو ښيښي ماتې شوي دي، او امبولانسونه د ټپيانو په لېږدولو بوخت دي.
د دغې چاودنې پړه تراوسه پورې چا نه ده منلې، خو د ترکیې په وروستیو بریدونو کې د داعش ډلې او د ترکي وسله والو لاس وو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه پېښې په اړه سخته خواشیني څرګنده کړې ده، او ویلي یې دي، چې «ترهګرې ډلې» له ترکي امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړی دی، چې اوس ولسي وګړي په نښه کوي.
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close