د ترکیې د ټاکنو کمیسیون د اردوغان بریا اعلان وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۴)

د ترکیې د انتخاباتو ادارې مشر سعدي ګوون رسماً اعلان وکړ، چې د رایو د ۹۸ سلنې صندوقونو تر شمیر وروسته اردوغان غوڅ اکثریت بری تر لاسه کړې او کولی شي په مستقله توګه حکومت جوړ کړي
د ترکیې ټاکنو ته ۶ تنه نوماندان ولاړ و، چې اردوغان د ۵۲.۵۳ رایو په ترلاسه کولو وکولی شول په خپله حکومت جوړ کړي او د نوموړي لوی مخالف محرم اینجه یواځې د ۳۰.۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره وتوانیده.

د ترکیې د ټاکنو نتایج

د ترکیې ټاکنې تر خپلې مودې و ړاندې ځکه ترسره شوې چې د اردوغان ادارې پریکړه کړې وه چې د اردوغان په بیا ځلي بریا کې به د ترکیې حکومتي نظام د پارلماني څخه رئاستي ته واوړي او د ولسمشر واکونه به زیات کړي.

اردوغان ویلي، غرب دې زمونږ په بریا نه سوځي، موږ نړۍ ته دیموکراسي وښووده او دا موثابته کړه چې کولی شو په ښه توګه یو انتخاب وکړو.
اردوغان دغه راز وویل؛ چې ټولې هغه ژمنې چې له خپلو ولسونو سره یې کړي، پوره کوي او هڅه به کوي چې د ترکیې لپاره ډیر څه وکړي.

د ترکیې د انتخاباتو ادارې په ټاکنو کې د ۵۶ میلیونه او ۳۲۲ زره کسانو ګډون اټکل کړی و چې په کې ۵۹۳۵۴۸۴۰ تنو رایې وکارولې او   د رایې ورکولو لپاره ۱۸۰ زره او ۶۵ مرکزونو ته ولاړل.

د ترکیې ولس د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د استازو ۶۰۰ څوکیو او د ولسمشرۍ ۶ کاندیدانو ته رایې ورکړې او په لوی اکثریت یې خپل راتلونکي زعامت ته رایې ورکړې .

اردوغان ته سر له اوسه د قطر هیواد امیر شیخ تمیم، د فلسطین ولسمشر محمودعباس، د البانیا، هنګري، اذربایجان، یونان، او بوسنیا لومړي وزیرانو، رئیسانو او بهرنیو چارو وزارتونو په کچه مبارکۍ استولي دي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close